سړي په لومړۍ ځل په بيزنس کلاس کي سفر وکړ.

يو سړی د خپلي مېرمني او څلورو ماشومانو سره د يو بل هيواد پر لور روان ؤ. په هوايي ډګر کي د الوتکي د ټيکټ پر ميز ورته وويل سول چي دوی ټولو ته د نژدې سيټونو/چوکيو برابرول له بده مرغه نور ممکن نه دي ځکه چی دوی مخکي له مخکي د انټرنټ له لاري چوکۍ نه وې ريزرف کړي. مور او ماشومانو ته د دوی د ټکټانو سره سم په ارزان قيمت او ټيټه درجه/کلاس کي يو ځای نژدې چوکۍ ورکول سوې. خو دا چي په هغه کلاس کي بله چوکۍ خلاصه نه وه نو سړي ته په بيزنس کلاس کي يوه چوکۍ ورکول سوه. د الوتکي د ټيټ کلاس او بيزنس کلاس تر منځ يوه طلايي رسۍ د سرحد ټاکونکي کرښې په توګه کش سوې وه. سړي ته دغه رسۍ ليري کړل سوه او هغه په ژوند کي په لومړي ځل بيزنس کلاس ته داخل سو. دغه خواري کښ او په ژوند کي ستړي سړي په بزنس کلاس کي هغه خوندور شيان وخوړل چي تر مخه يې نه ول خوړلي. هغه ښايسته مېلمه پالې/سټوارډسي پر راټولي وې او لاس په نامه ورته ولاړي وې چي په ژوند يې له نژدې داسي ښکلي انسانان نه ول ليدلي. لنډه دا چي د سړي د ژوند تر ټولو خوندور او آرام ساعتونه يې په دغه سفر کي په بزنس کلاس کي په نصيب سول.
کله چي سفر پای ته ورسېد او هغوی د منزل مقصود هيواد په هوايي ډګر کي کښته سول نو سړي په هوايي ډګر کي د فرض لمونځ سره مل شل رکعته نفل وکړل او ماشومان او مېرمنه يې اوږد وخت ورته په انتظار ول.
کله چي د سړې لمونځ خلاص سو نو ښځي يې د پيغور په لهجه ورته وويل: «آ سړيه، څه فرض روژه خو نه ده چي په ولاړ سفر دي راته اوږدې تراويح شروع کړې. ولي دي مسافرانه لمونځ پر موږ خوارکيانو دومره اوږد کړ؟»
سړي ورته په عاجزانه لهجه وويل: «اې نيکبختي، پوښتنه مه کوه چي جنت ته مي څومره زيات زړه سوی دی. بس دعا به کوو چي الله تا او ما دواړه جنتيان کړي، خو داسي چي زما د جنت او ستا د جنت تر منځ يوه طلايي رسۍ د سرحد په توګه ځړېدلې وي. کله چي ته غواړې چي زما جنت ته راسې نو يوه ښايسته حوره درته ووايي چي: "اې نيکبختي مېرمني جنت دي مبارک سه، خو دې خوا ته د دنيايي ازواجو پر داخله ممانعت دی.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۸مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page