source of image: https://miro.medium.com/max/1200/0*sqoP2ApEXRS7PB-T.jpg

دمګړی د وتساپ بهتريد بديل سګنال منسجر دی

د يوې معتبرې علمي څېړني د پايلو له مخي که پر فيسبوک ستاسو له ۱۲۰ څخه زيات لايکونه وارزول سي، نو ستاسو د شخصيت اخلاقي، سياسي او نورو شخصيتي اړخونو ارزونه دومره دقيقه ممکنه ده، چي ستاسو نژدې ملګري يې لا هم نه سي کولای. نو دا چي موږ او تاسو شپه او ورځ لګيا يو او د زړه ټول حال او احوال، د بچيانو انځورونه، د مېرمنو د لاس پخ سوو د بانجڼو انځورونه، د مجردۍ د سختو شپو او ورځو احوالونه او داسي نور هر څه پر فيسبوک شريکوو، نو زموږ په هکله به څه ډول معلومات مخکي له مخکي جمع سوي او ارزول سوي وي؟ له دې کبله د بعضو دوستانو دا دليل چي «زه خو د پټېدو له پاره هيڅ شی نه لرم، نو ولي بايد د خپلو محرمو معلوماتو پر خونديتوب فکر وکړم؟» پوښتنه ښايي پر ځای نه وي. دا موضوع ډېره اوږده او مغلقه ده چي ښايي دلته يې تشريح د غيرکارپوه کس په توګه ماته مشکله او ستاسو له پاره تر اندازې اوږده وي. دا چي ستاسو شخصي او محرم معلومات په راتلونکي کي يا حتی اوس ستاسو له پاره څه عواقب لرلای سي، پر لاندني لينک يې زما له خوا په ليکل سوي يو لنډ نکل/افسانه کي لوستلای سئ:

له مستقبل څخه يو ليک (لنډ نکل) https://bit.ly/3oYL6KU

پاته سوه د وتساپ خبره، نو د دغه مسنجر چلوونکي شرکت (فيسبوک) په خپل وروستي اعلان کي ويلي چي د هغو نوو شرايطو عملي کول يې د می تر مياشتي ځنډولي چي له کبله يې زيات کارونکي له وتساپ څخه ووتل. د دغو نوو شرايطو له مخي په پام کي نيول سوې چي وتساپ به د کاروونکو بعضي نور ميتا داتا معلومات په اوتوماتيکه توګه د فيسبوک سره شريکوي چي دا خبري په ټوله نړۍ کي زيات وتساپ کاروونکي په غوسه کړل. يو شمير د وتساپ په غوسه کاروونکي له وتساپ څخه ووتل او پر ځای يې نور مسنجران انسټال کړل چي اکثره يې ټولې هغه آسانتياوي لري چي وتساپ يې هم لري. په دغو بديلو مسنجرانو کي د کارپوهانو، د شخصي محرمو معلوماتو د خونديتوب فعالينو او سازمونونو او کاروونکو په وينا سګنال مسنجر تر ټولو بهتره د معلوماتو د خونديتوب پاليسي لري.

د نورو تنقيدونو تر څنګ پر وتساپ دا تنقيد بايد وسي چي په زړو او نوو شرايطو کي د اروپايي اتحاديې د اوسېدونکو انسانانو د محرمو معلوماتو او د نوري نړۍ (لکه افغانستان، پاکستان...) د اوسېدونکو/وتساپ کاروونکو د محرمو معلوماتو تر منځ تبعيضي چلن کوي. بل تنقيد بايد دا پر وسي چي د دغه مسنجر کاروونکو ته يې بېله دې چي نوي شرايط يې ومني بل آپشن يا انتخاب نه دی پرې ايښی او که دغه شرايط ونه مني نو وتساپ نه سي استعمالولای.

ولي بايد د وتساپ پر ځای سګنال وکاروو؟
۱ ـ سګنال تجارتي اېپ نه دی او نه هم د کاروونکو د معلوماتو له لاري کوم تجارت يا منافع کوي. خو وتساپ او اکثره نور مسنجران تجارتي دي او په زياته د کاروونکو په معلوماتو تجارت کوي.
۲ ـ د سګنال اېپ کوډ هر وخت هر څوک کتلای سي چي څه شي کوي او څه شی نه کوي. په پرتله د وتساپ او نورو مسنجرانو کوډونه پټ دي او کاروونکي مجبور دي چي د شرکت پر ژمنو او ادعاوو په پټو سترګو باور وکړي.
۳ ـ د سګنال له لاري ټول متون، ږغيز، انځوريز او ويډيويي پيغامونه يا تماسونه په تخنيکي توګه قلفيږي/اينکريپټ کيږي او د دوو دخيلو کاروونکو علاوه يې بل هيڅ څوک نه سي خلاصولای يا ثبتولای.
۴ ـ څوک چي سيګنال مسنجر انستال کړي ورڅخه ټول هغه کارونه اخيستلای سي لکه د وتساپ څخه چي يې اخيستل.
۵ ـ د وتساپ او نورو مسنجرانو ځېرمو ته استخباراتي ادارې، تجارتي شرکتونه او نور لاسرسی لرلای سي او د دې تضمين نسته چي دغه معلومات به نه خرڅيږي. د سګنال مسنجر کاروونکي معلومات صرف د کاروونکي په موبايل کي ځيرمه کيدلای/بېکاپ کيدلای سي. له دې کبله دغه محرم معلومات د کارن له موبايل دباندي بل هيڅ چيري نه ثبتيږي او له دې کبله يې څوک په ناسمه توګه کارولای هم نه سي.
... او ګڼ شمير نور دلايل سته چي ولي بايد د وتساپ پر ځای سګنال وکارول سي...

که ستاسو انګريزي ژبه زده ده، نو د سګنال مسنجر د خونديتوب په هکله نور معلومات پر لاندنۍ ويډيو هم کتلای سئ:

https://youtu.be/3eC4Hp4MNBA

د وتساپ په هغه اعلان مه تېروځئ چي وايي تر می يې خپل نوي شرطونه ځنډولي دي. ښايي مقصد يې دا وي چي تر هغه وخت په غوسه کاروونکو وينه سړه سي او موضوع يې هيره سي. فيسبوک پر وتساپ ۱۹ زره مليونه ډالره مصرف کړی دی!! دا مصرف به زما او ستا د معلوماتو په خرڅولو په لاس راوړي. حد اقل د وتساپ له پاره زه او ته د سګنال مسنجر په شکل کي بهترين بديل لرو او وتساپ ته مجبور نه يو.

په مجموع کي د معلوماتي ټيکنالوژۍ په ساحه کي د يو واحد شرکت مونوپول لرل ډېر خطرناک کار دی. که هغه ګوګل دی او که فيسبوک. که څه چي د دواړو بديل دمګړی نه تر سترګو کيږي، خو هغه ورځ ليري نه ده چي ورته بديل انتخابونه رامنځ ته سي. دا چی دا څومره ژر کيږي، هغه زما او ستا په چلن اړه لري.

د ګوګل لټون ماشين له پاره د بېلګی په توګه «ډک ډک ګو » (https://duckduckgo.com/) په نوم د لټون ماشين سته چي زما او ستا هيڅ معلومات نه ثبتوي. د ګوګل کروم او نورو معلومات ځيرمه کوونکو براوزرانو له پاره د بېلګي په توګه د «تور براوزر» (https://www.torproject.org/) سته چي د کاروونکي هيڅ ډول معلومات (کله يې کومه پاڼه وکتله، په کومو شانو پسي لټون کوي، چيري اوسيږي، ...) يې هيڅ کومه اداره يا شرکت نه سي تعقيب کولای. په هکله يې نور معلومات پر انټرنټ لوستلای سئ. که څه چي ډک ډک ګو يا تور براوزر د ګوګل په شان ښکلي او په استعمال کي آسان نه دي، خو په دغه زحمت ارزي چي څوک ځان ورسره عادت کړي. يا حد اقل يوه برخه اړتياوي په پوره کړي، یعني که يې ټول وخت نه سي کارولای نو نيم وخت يې وکاروي.

که مو وخت درلود نو د محرمو معلوماتو پر موضوع زما لاندني/پخواني مطالب هم ولولئ. که يې اوس نه سئ لوستلای نو په راتلونکي وخت کي بيا دلته راسئ او يو يو يا د خپلې خوښي لاندنی يو مطلب لولئ.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ د جنورۍ ۱۷مه نېټه، بون

پر ورته موضوعاتو زما نور مطالب:

ايا کارونکي مجبوره دي پر ځان د وتساپ بدمعاشي ومني؟ (https://bit.ly/3nNGo17)
«زموږ د ښځو انځورونه را پاک کړه» (https://bit.ly/39IUGLc)
لوڅي دولتي ادارې او «تخنيکي کفرونه» يې (https://bit.ly/3ijnf65)
لطفا د برېښناليک اخلاقي اصول مراعت کړئ (https://bit.ly/365m6dx)
د برېښناليک اصول کوم دي (لومړۍ برخه) (https://bit.ly/3inlHIb)
برېښناليک د ارتباط تر ټولو غېرمحفوظه لاره ده (https://bit.ly/3bLvTsE)
له مستقبل څخه يو ليک (لنډ نکل) https://bit.ly/3oYL6KU

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page