په دغه وېبلاګ کي د ليکنو د لوستنو شمير تر ۳ مليونه زيات سو

 زه له ټولو خپلو لوستونکو څخه يوه نړۍ مننه کوم چي زما پر شخصي وېبلاګ (www.AhmadWali.Achakzai.com) يې زما ليکنې تر ۳۱ لکه (۳،۱ مليون) څخه زيات ځله لوستي دي. که له يو اړخه د دومره لوی شمير لوستونکو لرل راته د خوشالۍ احساس راکوي، نو له بل اړخه راته يوه پوښتنه او اندېښنه پيدا کيږي. هغه دا چي ايا زما ليکنو به په بشپړه توګه د لوستونکو د وخت په بدل کي هغوی ته مثبت څه ورکړی وي که نه؟ ايا زه توانېدلی يم چي تر خپله وسه لوستونکو ته د هغوی په ژبه داسي څه وړاندي کړم چي د هغوی سره يې په يو شکل مرسته کړې وي؟

د سوشل ميډيا په روان پېر کي زيات وختونه وينو چي تر بشپړه فکر کولو مخکي لا جملې/تبصرې ليکل سوي او خپرې سوي وي. وينو چي زيات وختونه له بشپړه لوستلو مخکي لا قضاوتونه کيږي. وړاندي له دې چي ورباندي لومړی غور او فکر وسي غبرګونونه ښودل کيږي. د دې تر څنګ بېله غور او فکر څخه د پرديو معلوماتو شريک کول او په دې توګه د فېک نيوز او اختراع سوو خبرونو خپرول په يوه لويه ستونزه بدل سوي دي. د کليکونو او لا زيات شمير کتونکو په تلاښ حتی د بامسؤليته بعضو رسنيو خپرونې لباسي او سطحي سوي دي. دولتونو، شرکتونو او نورو لوبغاړو نوي امکانات او آسانتياوي په لاس راوړي چي انتخاب سوي او کاږه سوي معلومات په آسانه توګه تر زيات شمير خلکو ورسوي او په دې توګه په خپله ګټه د هغوی پر اذهانو نفوذ پيدا کړي. له دې کبله ښايي تر بل هر وخت په اوسني پېر کي د قلم او قلموال مسؤليت ډېر دروند او جدي وي. د دغه مسؤليت په ښه توګه پوره کولو کي لوستونکي مرسته کولای سي چي رغنده تنقيد او اصلاحي وړانديزونه او فيډ بېک ورته ورکړي. زما هم له خپلو ټولو لوستونکو څخه بيا بيا دا هيله ده چي ما په خپل رغنده تنقيد او فيډ بېک ونازوي. ستاسو ټولو له ميني يوه نړۍ مننه.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۲۵مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page