source of image: https://www.wiwo.de/images/15_inno_atom/27124260/4-format1007.jpg
source of image: https://www.wiwo.de/images/15_inno_atom/27124260/4-format1007.jpg

 د ۲۳مي پېړۍ شپيته کلنې نړيوالې جګړې، د ۲۴ مې پېړۍ د انرژۍ او خوراک بحران...

«آغلو او ښاغلو کوره والو، د يوې واحدي جوپې په استثنی پر دغه کوره ژوندي پاته نورې ټولې جوپې پر دغه حقيقت تفاهم او توافق لرو چي فوق العاده لوړه ځيرکتيا د دې تر ټولو لوی لامل ؤ چي موږ د مخکنيو پنځو پېړيو د ټولو ژوند دښمنه بحرانونو باوجوده په اوسنۍ ۲۸مه پېړۍ کي پر دغه کوره د ژوند شاهدان يو، باوجوده د هغه چي د ۲۳مي پېړۍ شپيته کلنې نړيوالې جګړې، د ۲۴ مې پېړۍ د انرژۍ او خوراک بحران، د ۲۵ پېړۍ اتيا کلنې پاندمۍ، د ۲۶ او ۲۷ پېړۍ د رڼا او هوا بحران پر دغه کوره ژوند تقريبا له منځه وړی ؤ. موږ نن پر دغه کوره د ژوند د بقا لپاره د فوق العاده لوړي ځيرکتيا په تفاهم او توافق بېله کومي مخالفي رايي دا پرېکړه کوو چي د فوق العاده ټيټي ځيرکتيا د پاتې جوپې په له کورې څخه اخراج سره نن پر دغه کوره و ژوند ته پاته تر ټولو پخواني خو لا برحال لوی ګواښ څخه د هميشه لپاره دغه کوره خلاصوو او پر دغه کوره د ژوند نوې جنتري کال هنداره يا کالنډر پېلوو.»
له مستقبل څخه د يوې اعلاميې تقريبي ژباړه.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اپريل لومړۍ نېټه
__________

دغه مطلب ته لنډ لينک: https://t1p.de/ut4us 

__________

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page