د امتحان له اصلي مقاصدو څخه يو دا وي چي زده کوونکي درس ووايي او زده يې کړي

 ښوونکو/ټيچرانو/استادانو ته:

په جرمني کي د اووم ټولګي يو زده کوونکي پنځه اونۍ تر مخه راته وويل چي په درسونو کي يې فرانسوي ژبه اضافه کيږي او دا چي ورته وار يې خطا دی.

پروند همدغه ماشوم راته په زښته زياته خوشالۍ، شوق، لېوالتيا او خورا جذبه وويل : «د فرانسوي معلمه مو هغه تېر امتحان بيا په تکراري توګه راڅخه اخلي. هغه امتحان کوم چي يې تېره اونۍ اخيستی ؤ او بعضي شاګردانو پکښي ښه نمبر نه ول اخيستي.» ما ورته ويل چي ستا خو تقريبا ۹۰ فيصده نمبر راغلي ول، نو ته ولي د امتحان تکرارېدو ته دومره خوشاله يې او ما ته دا خبر د يو زيري په شان وايې؟ ماشوم ويل: «په تېر امتحان کي راڅخه دوه ځايه غلطۍ سوي وې چي له کبله مي يې سل فيصده نمبر نه ول اخيستې. د دې واري ورته چمتو والی نيسم ځکه چي هم هغه سوالونه بيا راڅخه پوښتل کيږي او هم هغه فرانسوۍ جملې او الفاظ/لغتونه بايد زده کړو. معلمي ويل چي دويم ځل امتحان ليکونکي کولای سي خپل پخواني نمبر صرف بهتر کړي خو کمتر کولای يې نسي. معنی دا چي که يې د دويم ځل په امتحان کي تر لومړي ځل امتحان زياتي غلطۍ وکړې نو د لومړي امتحان بهتر نمبر يې شمارل کيږي، نه د دويم ځل کم سوي نمبر. خو که چا تر مخکني امتحان بهتر نمبر واخيستل، نو هغه بهتر نمبر يې شمارل کيږي او پر ريزلټ/بريليک به اغېزمن کيږي. ما د فرانسوي پاته درسونه او نوي لغتونه هم ورته زده کړل او د سبا امتحان ته د خوشالۍ له کبله ښايي د شپې سم خوب رانسي.»

هغه ماشوم چي په ښوونځي او درسونو کي يې د يوې نوي او پردۍ ژبي پېلېدو ته وارخطا ؤ، ورڅخه معلمي يې په دا هنر نه يوازي بېره اخيستې ده چي نوي لغتونه او جملې په شوق او ذوق سره لا بيا بيا تکراروي او پخپله لا پاته نيمګړتياوي ليري کوي، بلکه آن امتحان ته لا خوشاله کيږي.

د امتحان له اصلي مقاصدو څخه يو دا وي چي زده کوونکي درس ووايي او زده يې کړي. د فرانسوي ژبي يادي معلمي په خپل هنر په ماشومانو نه يوازي اړين فرانسوي درس زده کړی او هغوی يې بيا بيا تکرار ته هڅولي دي بلکه دغې معلمي له امتحان څخه د فشار پر ځای د انعام او شاباسي اوزار جوړ کړی دی. دغې ښوونکي نه يوازي هغه ماشومان چي په امتحان کي پاته راغلي ول دې ته هڅولي چي بيا کوښښ وکړي او ورته يو بل چانس يې ورکړی او په دې توګه يې د جماعت د يوځای او د ټولو زده کوونکو د مورال د هسک ساتلو هڅه کړېده، بلکه له بل اړخه يې هغه ماشومان چي ښه نمبر يې اخيستي ول، ورته د لا بهترو نمبرو اخيستلو په چانس سره انعام ورکړی دی.

د درس همدغه معيار او ميتود يو له هغو عمده لاملونو څخه دی، چي دوی دوی دي او پر هغه مقام دي لکه دي چي. په تاوتريخوالي په ماشومانو درسونه زده کول ښايي ماشومان مجبوره کړي چي د وهل کېدلو له بيري هغه څه چي معلم غواړي زده کړي، خو ثمر به يې ښايي وروسته ماشوم او ټولنه کمه وويني. ښايي همدا وجه هم وي چي موږ هغه څوک يو لکه يو چي او داسي پاته يو لکه پاته چي يو.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۷مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/bvvhh
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page