په زرونو کاريګر په لوی سالون کي يو د بل تر څنګ په اوږدو منظمو قطارونو کي پر مځکه ناست ول.

 په زرونو کاريګر په لوی سالون کي يو د بل تر څنګ په اوږدو منظمو قطارونو کي پر مځکه ناست ول. د هر يوه په غيږ کي يو لېپټاپ يا نوټ بوک کمپيوټر پروت ؤ. هر کاريګر بېله تفريح کولو د کمپيوترونو دغو پردو ته کتل او ژر ژر به يې ټايپول کول. د کاريګرو د هر قطار څنګ ته به د ناظرانو د تلو راتلو لپاره لاره خلاصه پاته وه. ناظران چي انسانانو ته ورته روبوټونه ول، له څرمني څخه جوړي ډېري اږدې قمچيني/چلاخي/هنټرونه يې په لاس کي ول. هغوی به بېله تفريح څخه د سالون له سره څخه تر پايه پوري د کاريګرو د قطارونو تر منځ چکر واهه او په هر څو ثانيو کي به يې له ناستو کاريګرو څخه و بعضو ته د چلاخي سخت ګوذارونه ورکول او ورباندي ږغ به يې کاوه «ژر ژر کار وکړئ، ژر ژر کار وکړئ.» دا سرپټی سالون له سلونو زرونو نورو هغو سالونونو څخه يو ؤ چي په يوه نه ختمېدونکې لويه دښته کي په اوږدو قطارونو کي يو د بل تر څنګ تعمير سوي ول. پر هر يو سالون کي په زرونو کاريګر ناست ول او په خپلو کمپيوترونو کي يې د خلکو زاړه پوسټونه لوستل او چي ورته په زړه پوري به ښکاره سول نو به يې هغه له سره بيا راپورته کول. دغه پوسټونه به بيا د اړونده کاروونکو له خوا تر داسي عنوانونو لاندي خپرېدل لکه: «د فيسبوک له ادارې څخه په مننه چي زما د يو/دوه/درې/... کال/کالونو مخکي پوسټ يې بيا راته خپور کړ.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د سپټامبر ۲۱مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/39ffp
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page