څو ماشومان مي ډېر وخندول بېله دې چي زما اراده اوسېدلې وي.

څو ماشومان مي ډېر وخندول بېله دې چي زما اراده اوسېدلې وي.
څو داسي ماشومانو چي صرف يې د کندهار نوم اورېدلی ؤ راڅخه وپوښتل چي کندهار چيري او څنګه دی. ما يې ورته تر خپل وسه د ماشومانو په طبعه برابر تاريخ بيان کړ او هغوی هم ورته تر آخيره ځير او غوږ ول او پوښتني به يې کولې. په آخره کي يو ماشوم راڅخه وپوښتل: «هغه کلا چي احمدشاه بابا پر کندهار راګرځولې وه، يو وخت به هلته ولاړ شو او وبه يې ګورو.» ما ورته وويل چي له بده مرغه هغه کلا نوره نشته. ويل «ولي؟». ما ورته ويل خلکو د اودس لپاره ورڅخه لوټي اخيستلې. ماشومان نه ول خبر چي دا څه معنی او بيا يې پسي راڅخه نوري پوښتنې شروع کړې. په آخر کي زه مجبوره شوم چي ورته ووايم : «خلکو د کلا دېوالونه ماتول چي ورڅخه لوټي راواخلي او خپله مَنــَکۍ* په پاکه کړي. په دې توګه يو وخت ټوله کلا لوټي لوټي شوه.» دلته خررر شو او د ماشومانو خندا نوره نه درېدله. خو ما په زړه کي دننه ډېر وژړل.
* منکۍ: د ماشومانو په ژبه و مقعد ته ويل کيږي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر نهمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/ylgmn
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page