په کوټه کي زما د ماشومتوب په وختونو کي يوه ورځ له ګاونډ د خپل ملګري ماشوم سره د هغوی کور ته تللی وم.

په کوټه کي زما د ماشومتوب په وختونو کي يوه ورځ له ګاونډ د خپل ملګري ماشوم سره د هغوی کور ته تللی وم. د ګاونديانو د کور مشر او زما د ملګري پلار راډيو ته غوږ ؤ. زما ملګري د خپل پلار له څنګ سره پرته د کوم جهادي تنظيم رنګينه مجله راواخيستله او پکښي د پاڼو اړول را اړول يې شروع کړل. په مجله کي اکثره انځورونه د مړو او ژوبل شوو انسانانو وه. ملګري مي يو داسي انځور پکښي پيدا کړ چي د يو وسله وال ځوان پښه پرې شوې وه او رګونه، پوست او غوښي يې ريښکۍ ريښکۍ په وينو لړلي ورباندي راځړېدلې. دغه شوخ ماشوم په خندا وويل: «ښه درسره شوي دي، بيا جهاد کوې که يې نه کوې؟» څنګ ته ناست پلار يې خورا سخته چپلاخه ورکړه او هلک ته سخت په غوسه شو.
د جهاد په نوم چي کوم فسادونه په افغانستان کي رامنځته شول، او څنګه چي د جهاد تر شعار لاندي د افغانانو دوه نسلونه در په دره کړل شول، په افغانانو او نړۍ کي يې د جهاد لغت معنی ته ناسم انځور وبخښئ. د افغانستان وروستی «دموکراتيک نظام» هم تر زياتي اندازې د جهاد نوم استعمال کوونکو تر اغېز او نفوذ لاندي ؤ. اوس چي د چمن، تورخم، کراچي او نورو سيمو څخه رسېدلي هغه انځورونه وينم چي پکښي افغانې مېرمني او نارينه زنداني کيږي، يا په رسيو/پړو تړل شوي وي، نو مي په زړه کي راوګرځي چي ښايي اوس د پاکستان چارواکي هم په زړه کي له دغو افغانانو پوښتنه کوي چي «بيا جهاد کوې که يې نه کوې؟»

يادونه: پر افغانستان د شوروي اشغال غيرقانوني او ظالمانه عمل ؤ او په وړاندي يې د افغانانو مقاومت د افغانانو حق ؤ. زياتو افغانانو په دغه سپېڅلې لاره کي زياتي قربانۍ ورکړې. خو د دغو سپېڅلو او پر حق افغانانو له مبارزې څخه تنظيمونو او مشرانو يې ناوړه ګټه پورته کړه او د افغانستان  يا د خپلې ادعا سره سم د خپل شعار لپاره د کار پر ځای يې د نورو هيوادونو او خپلو شخصي او تنظيمي ګټو لپاره انسانان سره وجنګول. په دغه ليکنه کي همدغه اشخاص او ډلې په نخښه سوي دي، چي افغانستان يې د خپلو شخصي او تنظيمي اهدافو او پردي هيوادونو د دلچسپيو لپاره وران کړ.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/gmfa1
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page