قطر د ۲۰۲۲ کال د فټبال نړيوال جام د انعقاد لپاره ۲۲۰ مليارده يعني دوه لکه او شل زره مليونه ډالره مصرف کړي دي.

په نړۍ کي د افغانانو، يمنيانو، سېراليونيانو او نورو زيات شمېر مسلمانانو په شمول تقريبا ۸۲۰ مليونه انسانان هر کال له لوږي څخه کړيږي. معنا دا چي اته سوه شل مليونه سپينږري، مېرمني، نارينه او ماشومان وږي دي!!
د بيلو اټکلونو له مخي د ۷ او ۲۶۵ ملياردو ډالرو تر منځ په مقدار پيسو سره په نړيواله توګه لوږه ختم کېدلای شي. خو...

قطر د ۲۰۲۲ کال د فټبال نړيوال جام د انعقاد لپاره ۲۲۰ مليارده يعني دوه لکه او شل زره مليونه ډالره مصرف کړي دي. حال دا چي آلمان په ۲۰۰۶ کال د فټبال د نړيوال جام د انعقاد لپاره ۴،۳ مليارده ډالره مصرف کړي ول.

تر درې مليون څخه کم نفوس لرونکی قطر چي پکښي د اکثرو نورو عربو او مسلمانو هيوادونو په شان د انسان کرامت، آزادي او جسماني بشپړتيا د دين او انسانيت د اصولو برخلاف هيڅ ارزښت نه لري، په داسي حال کي ۲۲۰ مليارده ډالره له کړکۍ غورځوي چي په نړۍ کي د ټولو مسلمانانو او نامسلمانانو لوږه په ختمېدلای شوای. يا حد اقل کاشکي يې په ياد مقدار پيسو ځان ته شرم او حيا رانيولې وای.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۶ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/ro4m5
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page