غرب ته اکثريت مهاجرت کوونکي يا د مهاجرت لېوالان له لاندني ممکنه منفي حقايقو ناخبره وي.

 غرب ته د ناقانونه مهاجرت لاري مرګوني او خطرناکي دي. که آن مهاجر و لوېديځو هيوادونو ته ورسيږي نو زيات داسي حقايق شته چي دوی يې مخکي په هکله فکر نه وي کړی. غرب ته اکثريت مهاجرت کوونکي يا د مهاجرت لېوالان له لاندني ممکنه منفي حقايقو ناخبره وي.


ـ تاسو ښايي زيات وخت په مهاجر کمپ کي وساتل شئ او آن که د خپل اپارتمان لرلو اجازه ترلاسه هم کړئ، ښايي په کلونو کلونو وړ آپارتمان/کور پيدا نه کړئ
ـ تاسو ښايي مياشتي يا کلونه انتظار وکړئ، تر څو د کار کولو اجازه ترلاسه کړئ.
ـ که تاسو په خپل هيواد کي ډاکټر، انجينير، د پوهنتون استاد... يا بل مسلک لرونکي واست، نو په لوی احتمال ستاسو ټول تعليمي اسناد په اوتوماتيکه توګه په رسميت نه پېژندل کيږي. هيڅ عجبه به نه وي که د خپل هيواد ښه ډاکټر په غرب کي صرف د يو ښه کمپوډر په توګه کار ولري. لنډه دا چي ستاسو په مسلک کي درته کار پيدا کېدل به ډېر مشکل وي. په زياته که په غيرتخنيکي مسلکونو کي مو  زدکړي يا کار کړی وي.
ـ هغه مهاجر چي د کار کولو اجازه ترلاسه کوي ورڅخه اکثريت يې په ټيټ معاش لرونکو کارونو کي کار کولو ته مجبور وي.
ـ ستاسو د پناه غوښتنې دوسيه ښايي زياتي مياشتي او آن کلونه فيصله نشي ولي چي پر چارواکو کارونه زيات وي
ـ تاسو د خپلي خوښي ښار يا سيمي ته نه لېږل کېږئ، بلکه د سهميې له مخي پر ټولو ايالتونو او ښارونو تقسيم کېږئ. دا ممکنه ده چي مور او پلار يو ايالت او بالغ اولادونه يې بل ايالت ته ولېږل شي. د مثال په توګه په آلمان کي د څو کالو لپاره بيا تاسو د اوسېدو خپل ايالت نشی تغيرکولای.
ـ هغه کسان چي عمر يې تر اتلسو کالو زيات وي او په دې هيله غرب ته مهاجرت کوي چي هلته به خپلو زدکړو ته ادامه ورکړي، نو دا هم آسانه کار نه دی. ځکه چي ستاسو مخکني تعلیمي اسناد بايد اول په رسميت وپېژندل شي او تاسو په زياته زيات معاش لرونکو مسلکونو لکه ډاکټري، انجينري ... لپاره ډېرو ښه نمرو او د اړونده غربي هيواد د ژبي زدکړي ته اړتيا لرئ.
ـ هغه کسان چي وايي موږ غواړو تجارت وکړو، نو په غرب کي تجارت هم آسان نه دی. تجار بايد چي په ځايي بهرنۍ ژبه او د خپل تجارت سره تړلو ټولو ساحو کي پوهه ولري، بايد ټول تجارت يې رسمي بڼه ولري، ماليې ادا کړي، حساب او کتاب تل د ماليې د ادارې سره شريک کړي. بل که يو چا له ځان سره سرمايه راوړې وي نو هغوی د ټولنيزو مرستو حق نه لري. اول به خپلي پيسې مصرفوي او کله چي هغه خلاصي شي نو بيا مرستي ترلاسه کوي. که يو چا خپلي پيسې پټي کړي وي او ښودلي يې نه وي، بيا په هغه تجارت هم نشي کولای ځکه چي دولت به ورڅخه ناخبره او په دې توګه به دغه پيسې توري وي.


لنډه دا چي مهاجرت په زياته د بالغانو لپاره لويه ننګونه وي. ماشومان چي بيا د درس حلقې ته ولويږي، هغوی ښايي وروسته عادي يا بهتر ژوند او کار ولري. خو په لوی احتمال لومړی نسل او مشران به يې کم معاش لرونکي کارونه کوي او يا به په لږو مرستو ګوذاره کوي. اکثره مشران د ژبي په زدکړه کي هم پاته راځي او ورته په ټولنه کي ځان عيارول تقريبا ناممکنه وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۳۰ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/ed0it
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page