پر انټرنټ د انګرېزي ژبي د زدکړې ډېر زيات وړيا/مفت مواد او امکانات موجود دي.

 پر انټرنټ د انګرېزي ژبي د زدکړې ډېر زيات وړيا/مفت مواد او امکانات موجود دي. د نورو سرچينو تر څنګ پر يوټيوب پاڼه زښت زيات داسي کورسونه او درسونه شته چې کتونکی داسي ځان پکښې احساسولای شي، لکه په حقيقت کې چې په کوم کورس او ټولګي کې ناست وي. پر يو ټيوب د شته کورسونو څخه د بنيادي زده کوونکو يعني هغه څوک چې هيڅ يې انګرېزي نه وي زده، د هغوی لپاره د امريکا په متحده ايالاتو کې د ESL انګرېزي کورس د درسونو د ويډيوګانو لړۍ ډېره ګټوره ثابتېدلای شي. ما پخپله د شاګردانو سره دغه لړۍ کارولې او تر ۲۵ څخه زيات درسونه مې يې کتلي دي او ټولو هغو کسانو ته يې په ډاډه زړه د کتلو سپارښتنه کوم، چې غواړي له صفر څخه انګرېزي ژبه پېل کړي. د اړونده ويډيوګانو لړۍ پر لاندني لينک (پر فيسبوک د دغه پوست په لومړۍ تبصره کې) موندلای شئ:
https://www.youtube.com/playlist?list=PLR7_EiINpRQb11gL43bGb6XEcYmApUZ5I



په ياد لينک کې د دغه کورس ټولې ويډيوګانې نه دي راغلي. کله چې مو پورتنۍ ټولې ويډيوګانې وکتلې نو بيا يې په پاته ويډيوګانې پسې په يوټيوب کې لټون کولای شئ.
ه غواړئ چې انګرېزي ژبه زده کړئ، نو د مثال په توګه د پورتني کورس هره وډيو څو څو واري وګورئ او لغتونه او جملې يې د ځان سره په کتابچه کې ليکئ او تکراروئ يې. هغه جملې او لغتونه چې په درس کې درته راځي هغه په لوړ آواز تکراروئ او په ويډيويي درس کې يې بيا بيا اورئ تر څو غوږونه او ژبه مو د صحيح تلفظ سره آشنا شي. که هره اونۍ په جدي توګه يوه ويډيو څو واري وګورئ او پکښي راغلي ټول څيزونه زده کړئ، نو د څو مياشتو په تېرېدو سره به مو د انګرېزي ژبي بنيادي زده کړه کړې وي. بيا کولای شئ د پرمختللو کورسونو په مهتوا هم پوه شئ او ورڅخه ګټه واخلئ.  
د ګلوبلايزېشن په اوسني پېر کې د زدکړو، کار، تجارت، سياست او د ژوند د نورو برخو او ساحو لپاره د انګرېزي ژبې اهميت تر بل هر وخت زيات شوی دی. په ټوليزه توګه دمګړی په نړۍ کې تر ټولو زياته ويل کېدونکې ژبه همدغه ده. د ايتنولوګ انستيتيوت د يو راپور له مخې په نړۍ کې دمګړی ۱۱۳۲ مليونه انسانان په انګرېزي ژبه خبرې کوي. همدا وجه ده چې د انګرېزي ژبې زدکړه آن د هر هغه چا لپاره لا حتمي او ضروري ده چې انټرنټ او د نوي ټيکنالوژۍ سره تړلي سامان آلات کاروي.
په داسي حال کې چې پخوا تحصيل په بعضو هيوادونو کې لږ او په نورو کې زيات صرف د يو ځانګړي قشر لپاره د لاسرسي وړ و، اوس تحصيل هم د انټرنټ له لاري ممکن، ارزان او آسان شوی دی. خو دغه ټول امکانات هم څوک هغه وخت کارولای شي چې انګرېزي ژبه يې زده وي.
که له يوې خوا ښايي د انګرېزي ژبي د زدکړي اړتيا تر بل هر وخت زياته شوې وي، نو له بلې خوا يې زدکړه هم تر بل هر وخت آسانه شوې ده. هر هغه څوک چې اراده او انټرنټ ته لاسرسی لري، هغه کولای شي چې آن بېله ښوونځي، فيس او استاده پخپله ځان ته انګرېزي ژبه ورزده کړي. په مجموع کې که يو څوک غواړي چې انټرنټ د زدکړې لپاره وکاروي، نو د نه منلو وړ ډېر امکانات ورته موجود دي.
که يو څوک د ټيکټاک، ف. بوک او نورو خواله رسنيو په کارونه زيات وخت مصرفوي او انګرېزي يې نه وي زده، نو به ورته زما توصيه همدغه وي چې و يادو رسنيو ته د خپل وخت ورکولو پر ځای دي د انګرېزي يا بلې ژبې او يا هم بل مسلک او کار په زده کړه وخت مصرف کړي. پر زده کړه مصرف شوی وخت هيڅکله هم ضايع نه ځي او خامخا يې يو وخت اړونده کس، د هغه کورنۍ، کلي، ټولنې او يا هيواد ته ګټه رسيږي.
وخت امانت دی او نبايد چې په عبث کارونو ضايع کړل شي. بېله فرقه چې ستاسو عمر، کسب او طبيعت څنګه دی، کوښښ وکړئ چې د زدکړې لړۍ ته ادامه ورکړئ. ځکه زدکړه او په زياته د ژبو زدکړه په عملي توګه په ژوند کې درته زياتې تړلې دروازې خلاصوي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۴ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/o29q6
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page