د هند او پاکستان وروسته اوس آن په افغانستان کې هم د ښکلا په مقصد جراحۍ زياتي شوي دي. زه پخپله څو کسان پېژنم چې د مثال په توګه د سر ورېښته يې لګولي خو له بده مرغه بېرته رژېدلي دي.

په کندهار کې د ښکلا د جراحۍ د کوم کلينيک اعلان مې وليد، چې د ښکلا د نورو جراحيو تر څنګ «بېله درده څخه د نس د وازدې د راباسلو عمليات» هم کوي!؟

د هند او پاکستان وروسته اوس آن په افغانستان کې هم د ښکلا په مقصد جراحۍ زياتي شوي دي. زه پخپله څو کسان پېژنم چې د مثال په توګه د سر ورېښته يې لګولي خو له بده مرغه بېرته رژېدلي دي. په دا ډول عملياتو کې څوک شونډان پړسوي، څوک پکښي د سر ختلي ورېښته بېرته راشنه کوي چې څو اونۍ يا مياشتې وروسته بېرته وخيژي، څوک پکښي د نس «اضافي وازده» راباسي او څوک پر ځان نورې «ټکې او ډبرې» اچوي. په نړيواله توګه هم د دا ډول جراحيو شمېر زيات شوی دی، خو نظرپوښتنې ښيي چې د دا ډول جراحيو اثر د انسانانو لپاره مؤقتي وي. يعني د جراحۍ وروسته هغوی صرف لږ وخت ځان تر پخوا ښکلی احساسوي، خو ډېر ژر بېرته هغه آش او هغه کاسه وي. په زياتو مواردو کې آن هغه ځای چې دوی عمليات کړی وي، دايمي جمالياتي تاوان ور رسېدلی وي، چې بيا د هغه د اصلاح لپاره نورو عملياتو ته اړتيا پيدا کيږي. له دغو عملياتو څخه اکثريت يې نه يوازي دا چې ډېر خطرناکه عواقب او جانبي عوارض لرلای شي، بلکه په بعضو صورتونو کې کېدای شي آن د مرګ لامل وګرځي.

هغه څوک چې په عملياتو د نس وازده راباسي، اول خو به په اونيو اونيو او مياشتو مياشتو دردونه ولري. دويم د عملياتو پر وخت يې نورو بدنې اعضاوو، لکه معدې، کولمو او نورو ته نه جبرانېدونکی زيان اوښتلای شي. دريم د هغه باوجوده د څو اونيو يا مياشتو وروسته دا وازده په بدن کې بېرته راغونډيږي، ځکه چې د دغو انسانانو خوراکې عادتونه که آن اصلاح شوي هم وي، خو په موقتي توګه اصلاح شوي وي. د دغه عملياتو پيسې که پر متوازنه غذا او سپورټ ولګول شي، ښايي واقعا روغتيا ته دايمي ګټه ورسوي.

که رشتيا او جدي غواړئ وزن کم کړئ نو زما «مفتې مشورې» پر دغه لينک موندلای شئ.

حيران يم چې کوم خلک چې په ځان داسي پساتۍ کوي، نو ايا غواړي په فلمونو کې د هيرو/هيرويني په توګه کار شروع کړي، د ښکلا کومې مسابقه کې غواړي برخه واخلي که يې مقصد څه وي؟

که څوک غواړي چې ځان ته ښه وايسيږي، نو دې خپل ضمير آرام وساتي. که څوک غواړي پر نورو انسانانو ګران سي، نو دې خپل اخلاق، چال چلن ښه کړي.

اصلي ژوند فوټوشاپ نه دی چې څوک خپله سږمه دې خوا ته په راکش کړي يا يې دا بلې خوا ته... په فوټوشاپ کې که کومه غلطي وشي نو بېرته يې د ځانګړې تڼۍ په مرسته پرشا کولای شئ، په اصلي ژوند کې دا کار ناشونی دی. دا اکثره ماډلان، ايکټران او نور «ښايسته» دې خدای په موږ او تاسو په خپل اصلي حالت کې نه ويني. د هغو عکسونه او مخونه مک اپ کيږي او مبالغه پکښي کيږي. بله خبره دا چې څوک ولي او د څخه لپاره د ښکلا په سيالي کې ځان واچوي؟!

په ډېره عفوه سره، خو ایا د طب حدود او د دا بعضو ډاکټرانو «انسانيت» دا خلکو ته تر مخه لا نه دی معلوم شوی، چې اوس د هغوی په دعوت او د هغوی د ګټې لپاره هغه د زړو ښځو په خبره پر ځان نورې «ټکې او ډبرې» لا هم اچوي. دا ډول ډاکټر صاحبانو ته دې هم خدای له بلې لارې د حلال رزق ګټلو لاره برابره کړي چې د انسانانو کولمو او نسونو ته واټرپمپونه ونه نيسي.

پخپله اروا پوهان وايي چې هر نارينه يا ښځه چې د ښايسته کېدو په مقصد تر چړې لاندي ځان پرېباسي، له دغه عملياتو مخکې دې د خپل دماغ علاج وکړي.

احمدولي اڅکزی، د مارچ ۳۰ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/2x9b5
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page