هر کال د «World's Biggest Liar» تر عنوان لاندې د تر ټولو لوی درواغ ويلو سيالي تر سره کيږي.

 «د نړۍ تر ټولو لوی درواغجن»
د انګلستان په کمبريا سيمه کې هر کال د «World's Biggest Liar» تر عنوان لاندې د تر ټولو لوی درواغ ويلو سيالي تر سره کيږي. البته په دغو سياليو کې سياستوال او وکيلان اجازه نه لري چې برخه واخلي، ولې چې د دغو سياليو د انعقاد کوونکو په آند هغوی «مسلکي درواغجنان» دي او سيالي د غير مسلکي درواغجنانو لپاره ده. د نورو جزياتو لپاره لينک په لومړۍ تبصره کې موندلای شئ.
بېله غور او فکر څخه کوچنۍ يا لويه ژمنه کول او بيا يې هېرول يا هغه د کندهاريانو پر چم تله پر تېرول (ځان ناګهانه پر اچول) هم په درواغو کې راځي. همداسي د درواغو زر نورې بڼې او شکلونه شته چې بعضي خلک يې په درز داسي وايي لکه ورته درواغ چې نه معلوميږي... دا ټول بايد په اصل کې انګستان ته په ياده سيالي کې د ګډون کولو لپاره هلته ولېږدول شي. البته ښايي د دومره زياتو درواغجنانو د کوربه توب لپاره د انګلستان په شمول اکثريت! هيوادونه امکان ونلري.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/3zmyPGS
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page