د افغان نارينه و په يو مجلس کې ثبت شوې يوه ويډيو مې وليدله.

 د افغان نارينه و په يو مجلس کې ثبت شوې يوه ويډيو مې وليدله. ويډيو يو ږيره ور کس ښيي چې پر ځان يې پټو اچولی دی او پر کوربچه يې پر يو بالښت په کيڼ څنګلي سره تکيه کړې ده او وايي: «زما شکر دی». بيا د کوټې چت ته مخ اړوي لکه آسمان ته چې ګوري او وايي: «الله دې نسي ناراضه». بيا شاوخوا ناست کسانو ته ګوري او وايي: «په يو حکومت کې مې برخه نه ده اخيستې.» ورپسې دستي د نيم پروتې په حالت کې په پټو کې پټ خپل ښه لاس راباسي او د شهادت په خپله ګوته د توپک د ماشې د کښېکاږلو اشاره کوي او ورسره وايي: « په زوند مې ټک نه دی کړی.»
يو کس ورباندې په له رخشنده ډکه لهجه ږغ کوي: «بې غيرته يې نو!»
لومړی کس په داسي حال کې چې له نيم څملېدلې حالت څخه راپورته کيږي او جګ کښېني لکه په خپل ژوندي پاته کېدو چې فخر کوي او ثابتول يې غواړي. ورسره سم وايي: «بې غيرته دې يم، زوندی دې يم.»
په محفل کې د حاضرينو قهقهې پورته کيږي. دغه کس لږ انتظار کوي او داسي تاثر ورکوي لکه په خندا کې چې يې د خپلې خبرې او دريځ تائيد ليدلی وي. هغه د محفل خندېدونکو ته ګوري او پر خپله راسته اوږه پټو سموي او وايي: «تاسې غيرت کاوو چې اوس مو هم په هره هديره کې سدرۍ پرتې دي.» د حاضرينو د خندا ږغونه نور هم جګيږي او دی په اطمنان او فاتحانه انداز هغه انتقاد کوونکي کس ته ګورې او مسکيږي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۱۱ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/41lXgjv
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page