يو ځوان پر لاره د يو زوړ کور مخې ته يو ماشوم هلک وليد

 يو ځوان پر لاره د يو زوړ کور مخې ته يو ماشوم هلک وليد چې د شربتو ډک يو لوښی يې مخې ته ايښی دی او تېرېدونکو ماشومانو ته يوه يوه لويه قاچوغه شربت په خوله کې ورتويوي.
ځوان پوښتنه وکړه: «هلکه خير خو دی، د څه شي خيرات مو کړی دی؟»
هلک ورته وويل: «کاکا جانه، ورور نه لرم. جېب خرڅ مې سپمولی او دا دی اوس خيرات په کوم چې خدای راته ورور راکړي.»
زيات کلونه وروسته هم هغه ځوان چې اوس پير شوی و، بيا پر هغه لاره روان و چې د هم هغه پخواني کور مخې ته يې يو ماشوم وليد چې مخې ته يې له شربتو ډک لوښی ايښی دی.
سپينږري پوښتنه ورڅخه وکړه: «هلکه د څه شي لپاره دي خيرات کړی دی؟»
ماشوم په ژړګوني آواز ورته وويل: «کشر کاکا زما بابا رامړ کړ چې د هغه يوازينی ورور هم و. اوس زه د شکر لپاره خيرات کوم چې زه کوم ورور نه لرم.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د می څلورمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://rb.gy/hkh82
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page