له ښه اړخ څخه ليکل کېدونکو (RTL) ژبو لکه عربي، فارسي، اردو، پښتو او نورو کې...

 له ښه اړخ څخه ليکل کېدونکو (RTL) ژبو لکه عربي، فارسي، اردو، پښتو او نورو کې د الفبا بعضي توري د ټايپ پر وخت په اوتوماتيکه توګه سره مښلي او بعضي يې نه سره مښلي. د مثال په توګه که «م» اول وي او «ا» په پسې وي، بيا سره مښلي او «ما» ورڅخه جوړيږي خو که الف اول او ميم په پسې وي نو نه سره مښلي او «ام» ليکل کيږي. بعضي وخت دغه سره مښلېدنه يا نه مښلېدنه له يو لغت څخه دوه لغتونه جوړولای شي او يا هم دوه لغتونه په يو لغت اړولای او په دې توګه په معنی کې تغير راوستلای شي.


نيمه فاصله په فارسي کې


د فارسي ژبې اوسني املايي او د ټايپ اصول دا دي چې هغه لغتونه چې خپل ځانته معنی لري او په سپېس يا فاصله يې سره بېلول د دوو بېلو  معناوو لرونکو لغتونو لامل کيږي، نو داسي لغتونه بايد په نيمه فاصله ټايپ شي، لکه د «نيم فاصله» پر ځای بايد «نيم‌فاصله» وليکل شي. په دويمه بڼه کې د «م» او «ف» تر منځ بشپړه نه بلکه نيمه فاصله ايښودل شوې ده. د وينډوز په پښتو کيبورډ کې دغه نيمه فاصله په shift+b سره ټايپېدلای شي. همداسي د «می شود» پر ځای بايد «می‌شود» وليکل شي. دا چې کوم لغتونه بايد په نيمه فاصله ټايپ کړل شي، ورته په فارسي کې اصول او قواعد جوړ شوي دي، چې دلته يې يادول د دغې لنډې ليکنې په چوکاټ کې نه راځي. البته بعضي دغه اصول له لاندنيو مثالونو څخه معلومېدلای شي:


کتاب‌ها، بی‌حوصله، می‌آیم، پیاده‌روی، ریاضی‌دان، خانه‌ی من، پاک‌دامن، شایسته‌تر، هم‌مسلک، فضل‌الله، خار‌ق‌العاده...


په فارسي کې د «نيم‌فاصله» د استعمال اصول د دوو دلايلو پر اساس رامنځته کړل شوي دي. يو دليل يې دا دی چې وايي د نيمې فاصلې په استعمال سره متن ښکلی او د لوست لپاره په ګرافيکي توګه لا دقيق او آسان‌تره کيږي. دويم او زما په فکر مهمتر دليل يې دا دی چې د نيمې فاصلې مراعت کول د کمپيوتري پروګرامونو لخوا د فارسي متونو په آسانه پوهېدلو، ترجمه او پروسس کولو کې مرسته کوي.


له انالوګ څخه ديجيتال ته د پښتو نيمګړی سفر


موږ تاسو په ډيرو مثالونو کې وينو چې له قلم او کاغذ څخه اول د ټايپ و ماشين او بيا ديجيتل آلاتو ته د پښتو د اوښتلو پروسه لا نه ده بشپړه شوې. زيات هغه کتابونه چې په ټايپ ماشين لیکل شوي دي، موږ پکښي د فاصلې «ستونزه» يا «بېلابېلوالی» وينو چې د اوسني متونو په پرتله آن د پوره سپېس د استعمال واحده لاره نه ده پکښې تعقيب شوې. دا ځکه چې ښايي په قلم له ليکلو وروسته و ټايپ ماشين ته اوښتون په بشپړه توګه نه و عملي شوي.


په ديجيټلو وسايلو ټايپ شوو پښتو متونو کې هم موږ وينو چې په زياته د زوړ نسل ليکونکي د سپېس يا فاصلې سره هغسي چلن کوي، لکه د ټايپ د ماشين پر وخت چې ورسره کېدلی. يعني پکښې دقيقوالی او يا د طرز وحدت کم وي.


د نړۍ اکثريت برخه اوس د ډيجيټلايزېشن په پروسه کې قرار لري. لکه څنګه چې يو وخت ليک او لوست د يوې ژبې د ژوندۍ پاته کېدو لپاره له مهمترينو فاکتورونو څخه يو و، همداسي اوس د يوې ژبې د بقا لپاره معياري او ډيجيټلايز کېدل ډېر ضروري دي. د انساني ژبې په مرسته به د ماشينونو سره خبرې کيږي او د ژوند په ټولو چارو که هغه شخصي، کورني، ښوونيزې، تحصيلي، مسلکي، کاري، سياسي او که ټولنېزې چارې وي، پکښې په اړينه اندازه د برخه وال کېدو لپاره به د ژبې ډيجيټلايز کېدل يو مهم شرط وي، بلکه اوس لا دی.


دا به د مثال په توګه د پښتو پروسس کوونکو پروګرامونو لپاره د دقيقوالې په موضوع کې ډېر فرق رامنځته کوي چې په يو متن کې «ډله ييز» که «ډله‌ييز»، «تګ راتګ» که «تګ‌راتګ»، «بې ثباتي» که «بې‌ثباتي»، «رياضي پوه» که «رياضي‌پوه»، «پاک لمني» که «پاک‌لمني» ... ټايپ شوي دي. لکه څنګه چې په يوې نقطې له «دعا» څخه «دغا» جوړېدلای شي، همداسي فاصله، نيمه فاصله يا نه فاصله ښايي د کمپيوتري پروګرامونو لپاره هم په معنی کې د زيات فرق رامنځته کېدو لامل شي.


علمي مباحثو ته اړتيا


ما په پښتو کې د نيمې فاصلې په تړاو د شته يا وړانديز شوو قواعدو په تړاو تر اوسه چېرې څه نه دې لوستلي. په لومړي ځل مې دغه موضوع د ډاکټر صاحب بهيج عثماني په يو پوست کې ولوستله. په پښتو ژبه خپرونې لرونکو د بعضو نړيوالو رسنيو پښتو متون چې لولم، نو هلته هم پکښې د دغې موضوع په تړاو واحده تګلاره نه وينم. په دغو رسنيو کې بعضي وختونه آن په يو واحد خبر کې بعضي ځايونه نيمه فاصله کارول شوې وي او بعضي ځايونه نه وي مراعت شوې.


زما په فکر چې د پښتو املا سره مربوطو نورو شته موضوعاتو تر څنګ د ټايپ پر وخت د فاصله او نيم فاصله د استعمال ممکنه اصول او قواعد هم يوه ډېره مهمه او په اصطلاح «د عصر د تقاضاوو» څخه يوه ده. دغه موضوع بايد تر هغې زياته پاملرنه ځان ته واړوي، لکه تر اوسه چې يې لرلې ده. ايا په پښتو کې نيمې فاصلې ته اړتيا شته که نه؟ که شته، نو اصول به يې څه وي؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۱۷ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page