د سهيلي پښتونخوا په مرکزي ښار شالکوټ/کوټه کې د «بلوچي اېکېډمي» په نوم يوه اداره له لسيزو راهيسې کار کوي.

 د سهيلي پښتونخوا په مرکزي ښار شالکوټ/کوټه کې د «بلوچي اېکېډمي» په نوم يوه اداره له لسيزو راهيسې کار کوي. خو په تيرو کلونو کې يې «کوانټومي پرمختګ» ځکه کړے دے، ولې چې خپله ټوله توجه يې د بلوڅي ژبې ډيجيټلايزېشن ته اړولې ده.
کوم قاموسونه چې په بلوڅي ژبه کې په تيرو وختونو کې ليکل شوي دي، په پرتليزه توګه ډېر لوے او د کېفيت له مخې ډېر ښه دي. د يادې اکاډمۍ پر پاڼه د آنلاين قاموس بنياد هم ايښودل شوے دے. لينک يې په لومړۍ تبصره کې موندلے شئ.
د دې لپاره چې بلوڅي ژبه مخ په وړاندې هم د سيالو ژبو شاته پاته نشي، نو د بلوڅي اکاډمۍ کوټې د بلوڅي ژبې د (NLP) لپاره يوه پراخه پروژه پلان کړې او تطبيق يې پېل کړے دے. Natural Language Processing يا NLP د ماشين يا کمپيوټر په مرسته د طبعي ژبې و پروسس کولو ته ويل کيږي.
د يادې پروژې په ترڅ کې به د بلوڅي ژبې د پانګې راټولولو، ډيجيټل کولو، پېرلل کورپوس پر جوړولو، د OCR يا د انځوريز متن و ټايپ شوي متن ته اړولو پر سيسټم، پر ماشيني ژباړه، ږغ و متن ته اړولو او متن و ږغ ته اړولو او همدا شان د مصنوعي ځيرکتيا پر موضوعاتو کار کيږي.
د يادولو وړ ده چې يادې اکاډمۍ د بلوڅي ژبې تر شپږ سوه څخه زيات کتابونه ډيجيټل کړي دي او اکثريت يې د وړيا استعمال لپاره آنلاين ايښي دي.
ښايي يادو مقاصدو ته د رسېدو لپاره د بلوڅي اکاډمۍ په لاره کې زښت زيات خنډونه او مشکلات پراته وي، خو تر ټولو لوے خنډ يې له منځه وړے دے، او هغه دا چې د ډيجيټلايزېشن په مطلب او ارزښت پوه شوي او پکښې د خپلې ژبې د رسولو هوډ او تکل يې کړے دے. ورته آفرين او تبريکونه وايم او د زړه له کومې ورته د لويو لويو برياوو دعا کوم.
ما د يادې اکاډمۍ سره څو کاله مخکې اړيکه نېولې وه ځکه چې ما غوښتل پر قاموسونه ټکے کام د بلوڅي قاموسونو د آنلاين کولو لپاره ورڅخه اجازه او مرسته وغواړم. د اکاډمۍ د مرستيال رئيس په وينا دوے هغه وخت د قاموسونه ټکے کام پروژه په دقيقه توګه مطالعه کړه. د دې پر ځاے چې دوے پر قاموسونه ټکے کام د بلوڅي قاموسونو د خپرولو په ترڅ کې پر ما اتکا وکړي، دوے ماشأالله دومره شعور درلود چې پخپله دا ډول او يا تر هغه لا هم څو قدمه مخکې تللو ته اراده او اقدام وکړي. خو کله چې مې پر همدغه موضوع د پښتو ژبې ادارو او مسؤلو کسانو ته مفتې او بلا غرض مشورې ورکړي دي، اول خو د هغوے سر نه دے په خلاص شوے، دويم يې پکښې د هيڅ ډول دلچسپي هم نه ده ښودلې.
زه د ۲۰۱۵ کال راهيسې د پښتو ژبې لپاره پر LMF کار کوم، خو دا چې د مسلک سره تړلے کس نه يم، نو پکښې هومره پرمختګ مې نه دے کړے لکه چې بايد شوے واے. د ياد ډيجيټل نظام د طرحې لپاره چې ما کوم بنيادي کوډونه او ورسره مل توضيحات ليکلي دي، هغه تقريبا ۱۰۰۰ پاڼې کيږي. زه به انشالله بېله قيد او شرط څخه خپل ټول په لاس راغلي نيمګړي خو ګټور نتايج د بلوڅي اکاډمۍ په خدمت کې په دې هيله حاضر او ورته ډالۍ کړم، چې که د پښتو په درد ونه خوړل، نو حد اقل د بلوڅي په درد خو وخوري.
ښايي بعضي کسان فکر وکړي چې بلوڅي اکاډمي ښايي زيات مالي وسايل په لاس کې لري، نو ځکه داسې حياتي او بنيادي پروژې يې پېل کړي دي. زه وايم چې دلته به بالکل مالي امکانات خپل رول لري، خو د موضوع په تړاو پوهاوے او شعور ورته راتګ کې مالي موضوعاتو هيڅ رول نه دے لوبولے!
په کابل جان کې څه کيسې دي؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۵ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page