کله چې يو سړے چې ستا په زړه کې په لومړي کتلو ستا د مشر او سپينږري کاکا په عمر درته معلوم شوے وي، درته ووايي چې په اصل کې ستا همزولے دے...
کله چې يو سړے چې ستا په زړه کې په لومړي کتلو ستا د مشر او سپينږري کاکا په عمر درته معلوم شوے وي، درته ووايي چې په اصل کې ستا همزولے دے...
نو څوک ځکه هک حيران شي، ولې چې په غيرمستقيمه توګه ورته هنداره وښودله شي. بيا نو څوک خپل ځان ته ووايي:
«زړه خو مې لا تر اوسه بالکل ماشوم دے او ځان لا تر اوسه راته ماشوم ښکاريږي هم، خو ايا رشتيا دا دي چې زه هم د دغه سړي په شان زوړ شوے يم؟ ايا پر ما هم لسيزي تېرې شوي دي؟ ايا زه هم په رشتيا کې د دغه سړي په شان «کاکاجي» او «حاجي صاحب» شوے يم؟»
د حقيقت په درک کولو سره د زړه بيا لوے درب شي...
خو ښه خبره دا ده چې د چا د خپل ځان سره دا مجلس او فکر څو ساعته وروسته بېرته هېر وي او بېرته ورته ځان هم په زړه او هم په هنداره کې زلمے احساسيږي او ښکاريږي. د مثال په توګه د دغه پوسټ صرف څو ورځې وروسته به زما شکر دغه مجلس بېرته هېر وي او د ځان په هکله احساس به مې شکر بېرته هغه د زلميتوب له توښه ګرم آش او هغه نوې نزې او برېښندوکې پياله وي...
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۴ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: