پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ډېره بدرنګه زرپري
ډېره بدرنګه زرپري
په څه کې زوړ شوې؟
په څه کې زوړ شوې؟
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
د جهالت سيالي
د جهالت سيالي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
previous arrow
next arrow

Shadow

د اندريد علاوه نورو ټولو موبايلونو له پاره پر دغه لينک پښتو قاموسونه د موبايلونو له پاره په ځانګړې سوې پاڼه کي آنلاين استعمالولای سئ: https://www.Qamosona.com/G

د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي د اندرويد موبايل سيسټم له پاره خپل لومړی اېپ خپور کړ. دغه پروګرام د ځوان او تکړه افغان پروګرامر اجمل حمزه له خوا طرحه سوی او پروګرام کړل سوی دی. اجمل حمزه هغه ځوان دی چي د قاموسونه ټکی کام سره د همکارۍ په ترڅ کي يې د کمپيوتر له پاره د انګليسي پښتو لومړی قاموس هم جوړ کړی ؤ.

د قاموسونه ټکی کام له خوا خپور سوی دغه اېپ د دغې پروژې ټولو قاموسونو ته لاس رسی لري، او د موبايل له لاري د دغو قاموسونو کارول ډېر آسانه کوي. البته د دغه اېپ څخه د کار اخيستلو له پاره انټرنټ ته لاس رسی حمتي دی. يعني په هغه صورت کي څوک د دغه اېپ څخه کار اخيستلای سي چي موبايل يې آنلاين وي. د چاپ د حقونو، پاليسۍ او نورو دلايلو پر اساس لا تر اوسه د دغې پروژې له پاره د آفلاين قاموسونو خپرول ممکنه نه دي. بل دليل دا هم دی چي موږ اوس په قاموسونه ټکی کام کي تر ۲۰ څخه زيات پښتو قاموسونه لرو چي آفلاين اېپ به يې په سلهاؤ ميګابايټه حجم ولري چي د کمزور انټرنټ او کمه حافظه لرونکي موبايلونو له پاره به يې ډاونلوډول ډېر مشکله وي.

د دغه اېپ دننه کارونکي کولای سي چي د انګليسي لغتونو تلفظ هم په ږغ کي واوروي. دا هغه آسانتيا ده چي تر اوسه په قاموسونه ټکی کام پاڼه کي لا نه وه موجوده. خو په دغه اېپ کي ورته ځای ورکول سوی دی.

قاموسونه ټکی کام په پام کي لري چي انشالله په آينده کي د اېپل مصنوعاتو لکه آی فون او آی پېډ له پاره هم ورته يو اېپ جوړ کړي.

هيله ده چي د دغه نوي اندرويد جوړونکي اجمل حمزه او ما ناچيز احمدولي اڅکزي ته د خير دُعا وکړئ او د قاموسونو پروژې او دغه اېپ په تړاو نورو دوستانو ته هم معلومات ورکړی. دا دې له پاره چي د دغه پروژې د وړيا خدماتو څخه نور خلک هم خبر او هم مستفيد سي.

د اندرويد دغه اېپ پر لاندني لينک تر لاسه کولائ سئ:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.development.wdtec.quamosona

هيله ده چي لاندني د فيسبوک اعلانونه چي د نوو قاموسونو د خپرېدو په تړاو دي، د خپلو دوستانو سره share کړئ تر څو د دغو قاموسونو څخه لا زيات مستفيد سي.

نوی اېټالوي پښتو قاموس خپور سو. د نورو معلوماتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا دغه پوست خامخا share کړئ چي لا زیات افغانان په خبر او ورڅخه مستفيد سي.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015

قاموسونه ټکی کام د خدای بخښلي ډاکټرصاحب سيد احمدشاه پښتو انګريزي قاموس آنلاين کړ. د دغه قاموس په تړاو د نورو معلوماتو له...

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015

قاموسونه ټکی کام يو بل لوی قاموس آنلاين کړ. د نورو جزياتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا د فيسبوک دغه پوست د خپلو دوستانو سره share کړئ.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015

_________________________________________________________________________

د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نور ورته مطالب:
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو
د هالنډي پښتو نوښتګر قاموس آنلاين سو
تازه چاپ سوی پښتو فرانسوي قاموس آنلاين سو
په مسکو کې درې پښتو قاموسونه چاپ شوي دي
د نمونيي خادم نمونيي کتاب چاپ سو