source of image: http://www.tomecek.com/jay/Whipping.jpg
source of image: http://www.tomecek.com/jay/Whipping.jpg

 يو سېلانی کله يو کلي ته ور پېښ سو
د دغه کلي په بازار کي دی ډېر هېښ سو

 يو سېلانی کله يو کلي ته ور پېښ سو
د دغه کلي په بازار کي دی ډېر هېښ سو
چي راټول سوي ول کوچني ول که لويان ول
سترګي يې سرې وې که نران ول که زنان ول
يو اسکېرلی يې تړلی ؤ پر ونه
د پوزي ويني ې روانې وې پر زنه
چا په ډبرو چا په کاڼو به ويشته دی
چا به له غوږه کشوی چا له ورېښته دی
باندي روان ول د سوټيانو ګوذارونه
چا پر توکل چا ورکول پر خوله سوکونه
سيلاني وپوښتل چي څوک دی دا بدبخته
چي پر راغلې ده نن داسي ورځه سخته
يو چا جواب ورکړ چي دا سړی يو غل دی
وهو يې ځکه چي شيطان ورسره مل دی
نن يې لسمه ده چي دی مو دی نيولی
له هغې ورځي مو دی هره ورځ وهلی
په دغه حال کي په زګيروي سو هغه کس
چي و ختلو ته ې نژدې ؤ نور نفس
ويل دا خلک دلته واړه ناديده دي
نه يې غلا زده نه يې سزا، داسي ساده دي
د ناديده ؤ له سزا څخه چي لړزم
ما چي له دويه غلا کوله په دې ارزم
سېلاني ولاړی له دې کلي او روان سو
دوه کاله وروسته چي بيا راغلی بيا حيران سو
په دغه کلي کي خندا وه خوشالي وه
مشر د کلي د ملک نن تاج پوشي وه
کلي ټاکلی ؤ ملک او هم خپل خان
غل پخوانی چي ؤ په ځان پوري حيران
سېلاني وپوښتل له خانه چي دا څه دي؟
خلک څه ډول په دې کلي کي پراته دي؟
خان ويل خلک دلته واړه ناديده دي
د پروند غل پاچا کوي داسي ساده دي
سېلاني وويل چي بس دی نور دا سېل
راته معلوم سول د دې کلي واړه خېل
بیا به رانه سم زه د دې کلي پر لور
بېره لرم چي وي ساده به تر دې نور
او يوه ورځ به کړي لعين شيطان سلطان
و غل او مل ته به دوی وسپاري خپل ځان
بيا به حاکم عجب وحدت وي پر دې کلي
د ساده ګانو د سرو به جوړ وي څلي
بیا به رانه سم زه د دې کلي پر لور
بېره لرم چي وي ساده به تر دې نور

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د می ۱۹مه نېټه، بون
 

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل