source of image: http://st.depositphotos.com/2627021/4524/i/950/depositphotos_45242635-Cross-light-in-the-darkness.jpg
source of image: http://st.depositphotos.com/2627021/4524/i/950/depositphotos_45242635-Cross-light-in-the-darkness.jpg

 په تاریک جهان کي يو وخت
د رڼا سوداګر راغلی
دا تياره کړئ ويل ختمه
پر هر لور خوره رڼا کړئ

د رڼا سوداګر


په تاریک جهان کي يو وخت
د رڼا سوداګر راغلی
دا تياره کړئ ويل ختمه
پر هر لور خوره رڼا کړئ
هيڅ نه غواړم هيڅ نه غواړم
بس رڼا راڅخه واخلئ
تاريکې مو په رڼا کړئ
واخلئ واخلئ رڼا واخلئ
د تاريک جهان بيا خلکو
ويل نه غواړو رڼا موږ
د ړندو په دې جهان کي
تیارې زموږ موږ د تيارو يو
دا ده تاريکه موږ ړانده
موږ يو ميراث بس يو د بل
داسي نه چي لوڅ مو راز کړي
له ړنا څخه بيريږو
یوسه یوسه دا رڼا دي
نه يې وينو نه يې غواړو
بيا په عُذر په زارۍ سو
سوداګر د رڼا ګانو
ويل واخلئ رڼا واخلئ
باندي خپل زړونه روښان کړئ
هيڅ نه غواړم هيڅ نه غواړم
بس رڼا راڅخه واخلئ
د تيارې ټول اوسېدونکو
ويل زموږ زړونه تاريک دي
چي احساس به موږ راويښ کړي
له رڼا څخه بيريږو
يوسه يوسه دا رڼا دي
زړونه زموږ ورته ړانده دي
د رڼا سوداګر ولاړی
له تاریک او تور جهانه
خو شاته ې پرېښودی زرين
څاڅکی يو سپين او نازنين
لکه وړانګه لکه پڅرکی
په سمندر کي د تيارې
تُخم دا څه ؤ د رڼا؟
صرف دا خبر چي رڼا هم سته


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د می ۲۲مه نېټه

 

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
وړه زڼه ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل