د قاموسونه تکی کام انټرنټي پروژې د پښتو ژبي د نړۍ والې ورځي په وياړ یو هسپانوي پښتو قاموس آنلاين کړی دی.

 Note: This is an online dictionary and can’t be downloaded or bought in printed form.

د قاموسونه تکی کام انټرنټي پروژې د پښتو ژبي د نړۍ والې ورځي په وياړ یو هسپانوي پښتو قاموس آنلاين کړی دی. دا د پښتو ژبي له پاره لومړی هسپانوي قاموس دی چي پکښي ۵۳۰۰۰ هسپانوي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي.

دغه تازه آنلاین سوی هسپانوي پښتو قاموس نه يوازي د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه بلکه د دغې پروژې له خوا د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره په ځانګړو اېپس کي هم استعمالېدلای سي. د دغو اېپس لينکونه تاسو د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه موندلای سئ.

د يادولو وړ ده چي د هسپانوي پښتو دغه قاموس صرف انلاين بڼه لري او په چاپي توګه نه سي ترلاسه کېدلای.

د پښتو ژبي د پرمختګ له پاره قاموسونه ډېر مهم دي. ولي چي د دغو په مرسته ژباړه آسانه کيږي او په دې توګه پښتو د نورو ژبو سره په تماس کي پاته کېدلای او د له منځه تلو له ګواښ څخه خلاصېدلای سي. د قاموسونو په مټ که له يوې خوا له نورو ژبو څخه د علمي او مهمو موادو او متونو په ژباړه کي آساني رامنځ ته کيږي، نو له بلې خوا و نورو ژبو ته د پښتو متونو په ژباړه کي هم کار آسانه کيږي. دا چي هسپانوي يوه لويه ژبه ده چي د تقريبا ۵۶۰ مليونو انسانانو زده ده، نو دغه تازه آنلاين سوی هسپانوي پښتو قاموس چي لا تر اوسه امتحاني بڼه لري، ښايي شته تشه تر يوې اندازې ډکه کړي.


هيله ده چي دغه اعلان په فيسبوک کي share کړئ چي لا زيات خلک له دغې پروژې خبر او مستفيد سي.

ستاسو د دعاؤ په هيله

ورور مو

احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
د پښتو قاموسونو موبايل اېپ ۱۰۰۰۰ ځله انسټال سوی، مننه!
نوی چينايي پښتو قاموس آنلاين سو - ۱۶۰۰۰ لغتونه
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو