دغه نانی زړګی د تورخم په جګړه کي د وژل سوي يو افغان سرتيري يتيم دی.

دغه نانی زړګی د تورخم په جګړه کي د وژل سوي يو افغان سرتيري يتيم دی. دغه بچی به بيا هيڅکله هم د دې موقع ونه لري چي پلار يې په زړګي کي واچوي، ښکل يې کړي او پر سر يې لاس تېر کړي. دا ماشوم هم د افغانستان د لسهاؤ او سلهاؤ زرو نورو يتيمانو په ليسټ کي ورشامل سو.

هغه شر خوښونکي کسان چي يا په اروپا و امريکا يا په ارګ کي په نرم و ګرم بستر کي پراته وي او و جګړې ته ډولونه وهي، جګړې ته قصيدې ليکي، د دغه ماشوم او د هغه د راتلونکي له درده ډک ژوند چيري حس او درک کولای سي.

هر هغه چا ته دي خدای هدايت وکړي چي پخپله په بستر کي پروت بړستن ګرموي خو د نورو بچي جګړې ته بولي.

د جنګ خبري خوږې خو ساعت يې ډېر تريخ دی. يا الله دغه تريخ ساعت چي زموږ نسلونه يې وخوړل راباندي لنډ کړې. يا الله له جګړې، جګړه مارو او ټولو مفت خورو او راباندي مسلط کړل سوو «مشرانو» څخه نجات راکړې. يا الله دغه زړګی د دې جګړې وروستی يتيم کړې او د ژوند ټولي خوشالۍ يې ورپه برخه کړې. آمين

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ايا دغه کلی پېژنئ؟ (نظم)
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
هغه مفکوره چي په ورور وژنه ارزي