source of image: https://dncache-mauganscorp.netdna-ssl.com/thumbseg/1221/1221625-bigthumbnail.jpg
source of image: https://dncache-mauganscorp.netdna-ssl.com/thumbseg/1221/1221625-bigthumbnail.jpg

يو ليري پروت شمسي نظام کي
مځکي ته ورته يو مقام کي
عاقل مخلوق يو لوی آباد ؤ
هغه خوشال او ژوند کي ښاد ؤ

 يو ليري پروت شمسي نظام کي
مځکي ته ورته يو مقام کي
عاقل مخلوق يو لوی آباد ؤ
هغه خوشال او ژوند کي ښاد ؤ

نه څوک حاکم نه څوک محکوم ؤ
نه څوک ظالم نه څوک مظلوم ؤ
نه څوک مقتول نه څوک قاتل ؤ
ټول حقپرست هيڅوک باطل ؤ

نه يې ګيلې نه يې شکوې وې
نه يې دعوې نه يې لانجې وې
نه ملکيت نه څوک مالک ؤ
ټول رشتياګو هر يو صادق ؤ

هر يو له بل څخه راضي ؤ
نه محکمه نه کوم قاضي ؤ
نه څوک پوليس نه څوک عسکر ؤ
نه څوک سالار نه کوم لښکر ؤ

نه يې باچا نه يې رئيس ؤ
نه لوی وزير جمهور رئيس ؤ
يو چا ترې وپوښتی يې حال
چي راته وواياست احوال

څه د بريا لرئ رازونه
موږ ته يې هم زده کړئ پندونه
جواب يې ور کړ او مسکان سو
عاقل مخلوق ورته ګويان سو

بېل له انسانه زموږ خلقت دی
خو نظام زموږ انسانيت دی


احمدولي اڅکزي، د ۲۰۱۶م کال د اګست ۱۹مه نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
د پردېس سلاته ـ منظوم نکل
سوالګر او سخي ـ منظوم نکل
ژوند او هنر ـ منظوم نکل
منطق او تعليم ـ منظوم نکل
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل