source of image: http://dragonwok.biz/communities/0/000/001/659/210//images/9491732.jpg
source of image: http://dragonwok.biz/communities/0/000/001/659/210//images/9491732.jpg

د چينايي شرکت يو مشر
دعوتنامه کړه يوه نشر
ويل مېلمه ټول تجاران دي
زموږ دايمي چی مُشتريان دي

 

د چينايي شرکت يو مشر
دعوتنامه کړه يوه نشر
ويل مېلمه ټول تجاران دي
زموږ دايمي چی مُشتريان دي


حاضر سول دغه لوی دعوت ته
د چينايي و سخاوت ته
له ټول جهانه تجاران زيات
لوی پانګه وال او مالداران زيات


پکښي شامل مسلمانان ول
څوک نصارا او څوک هندوان ول
په لوی سالون کي وه تياره
مړۍ هر طبعې ته عياره


حاضر سل ډوله شربتان ول
کباب وزګړي خنځيران ول
غوښي د سپي او د پيشيانو
خوړلې بعضو چينايانو


په دغه حال کي جوړ سو شور
خپل ږغ ته ورکړ بعضو زور
په احتجاج مسلمانان ول
په غوسه دغه تجاران ول


ويل توهين دی که دعوت دی
دا زموږ له پاره مصيبت دی
هر څه حرام راته پراته دي
حلال هيڅ نسته تېر ايسته دي


کوربه حيران او پرېشان سو
بيا مايکروفون ته په بيان سو
ويل درنو اې تجارانو
په احتجاج مسلمانانو


تاسو زاړه زموږ مشتريان ياست
راته ښکاره او ښه عيان ياست
هرکله تاسو چي خريد کړئ
له اصلي ماله ډېر ترديد کړئ


غواړئ کم اصل تل مالونه
خو پر ايږدی اصلي نومونه
د بل پېښې هميشه غواړئ
جعلي ټاپې همېشه غواړئ


درمل جعلي راڅخه غواړئ
نښه اصلي راڅخه غواړئ
تيري له وخت خوراکي توکي
غواړئ همېش اوس کوئ ټوکي


درواغجن ستاسو قسمونه
چينجن همېش ستاسو مالونه
پيسه اصلي ستاسو مذهب دی
حرامخوري ستاسو ادب دی


ستاسو حجونه او لمنځونه
تجارتي دي اعلانونه
حلال حرام صرف په خوله واياست
کفر اسلام صرف په خوله واياست

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د اګست ۲۰مه نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
له بلي نړۍ ـ منظوم نکل
د پردېس سلاته ـ منظوم نکل
سوالګر او سخي ـ منظوم نکل
ژوند او هنر ـ منظوم نکل
منطق او تعليم ـ منظوم نکل
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل