source of image: http://in-islam.com/wp-content/uploads/2013/11/ethiopian-muslims-praying-little-boy-looking.jpg
source of image: http://in-islam.com/wp-content/uploads/2013/11/ethiopian-muslims-praying-little-boy-looking.jpg

اول آخر رحيم رحمن
زموږ چي څوک دی رب مهربان
پر موږ يې کړي دي رحمونه
چي فرض کړي يې دي لمنځونه

 (د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله تعالی د مذهب مطابق)

اول آخر رحيم رحمن
زموږ چي څوک دی رب مهربان
پر موږ يې کړي دي رحمونه
چي فرض کړي يې دي لمونځونه

پنځه وختونه له حسابه
لمونځ خلاصوي څوک له عذابه
د فجر وخت لمونځ دی لومړی
بايد په پوه وي هر سړی

ډک دی دا وخت له برکته
فجر دی لمونځ څلور رکعته
دوه يې اول دي سنتونه
فرض بيا دوه يې رکعتونه

چي کله سپين سي په کونجو کي
د شپې آسمان وروستۍ شېبو کي
صبح صادق فجر پيليږي
په لمر خاته پای ته رسيږي

تر څو چي لمر بشپړ راخيژي
هيڅ ډول لمونځ نه روا کيږي
پريوزي د شرق پر لور چي کله
سيوری څرګند د يو شي هله

وخت دويم ظهر بيا پيليږي
زوال چي پای ته ورسيږي
د ظهر لمونځ لمونځ دی دويم
زه رکعتونه يې درښيم

اول څلور دي سنتونه
بيا ورپسې څلور فرضونه
په پای کي دوه يې بيا سنت دي
ټول لس رکعت با برکت دي

سيوري د شي چي ورسيږي
دوه چنده زيات ته وغځيږي
وخت بيا دريم عصر پيليږي
فرض يې څلور رکعته کيږي

د لمر چي څوکه سي بيا ورکه
تر اُفق شاته له درکه
تر څو چي لمر بشپړ ډوبيږي
هيڅ ډول لمونځ نه روا کيږي

لمر چي بيا ولويږي پوره
لمونځ څلورم دي پېلوه
دا څلورم لمونځ د مغرب دی
د مسلمان په ښه نصيب دی

مغرب لري پنځه رکعته
فرض يې درې بيا دوه سنته
له اُفق ورک چی سي سوروالی
آسمان ټول ونيسي توروالی

پنځم بيا وخت لمونځ د عشا دی
دُعا کوئ وخت د دُعا دی
د عشا لمونځ دی نه رکعته
څلور يې فرض دوه يې سُنته

بيا درې رکعت وتر واجب
بخښي آرام روح ته عجب
زما مسلمان وروره خبر سه
بل هر انسان ته مشق او سر سه

په جماعت سره يې قايم کړه
لمونځ ښه په عُجز تل دايم کړه
لمونځ غم او رنځ لره دوا ده
لمونځ و هر روح لره شفا ده
 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۸مه نېټه، بون
  

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
د اسلام پنځه بناوي ـ د ماشومانو نظم
سوالګر او سخي ـ منظوم نکل