source of image: http://www.hijabfashion.com/wp-content/uploads/2016/04/raising-muslim-child.png
source of image: http://www.hijabfashion.com/wp-content/uploads/2016/04/raising-muslim-child.png

د لمونځ دي شپاړس شمېر فرضونه
بېله يې نه کيږي لمونځونه
پر دوو حصو سره تقسيم دي
دواړي حصې حتمي مهم دي

 بسم الله الرحمن الرحيم


د لمونځ دي څوارلس شمېر فرضونه
بېله يې نه کيږي لمونځونه
پر دوو حصو سره تقسيم دي
دواړي حصې حتمي مهم دي
په شمېر اته چي دي شرطونه
د لمونځ له مخه دي فرضونه
شپږ چي بیا بولي څوک رُکنونه
دننه دي د لمونځ فرضونه


۸ شرطونه (۸ باندني فرضونه)


شرطونه اته به اوس بيان کړو
او ښه به پوه ورباندي ځان کړو
اول شرط دا دی چي به پاک وي
د لمونځ ګزار بدن خواپاک وي
دويم شرط دا چي وي به پاکي
د لمونځ ګزار جامې خواپاکي
دريم شرط دا دی چي به پاک وي
د لمونځ ټول ځای به ښه خواپاک وي
څلورم شرط شرط د اودس دی
پر هغه چا چي بې اودس دی
غسل جنوب بايد هم وکړي
که وي معذور تيمم وکړي
پنځم دی شرط په وضاحت
چي پټ به وي ټوله عورت
د ناف زنګون تر منځ حصه
دا دی عورت د نارينه
بېله د پښو څهرې لاسونو
بدن عورت ټول د مېرمنو
شرط چي شپږم دی رُخ کول دي
پر لور کعبې د مخ کول دي
اوم چي شرط دی زما وروره
نيت د لمانځه دی ښه وګوره
اتم چي شرط اتم چي فرض دی
دا چي هر لمونځ پر خپل وخت فرض دی
مقصد يې دا دی چي څوک وکړي
لمونځ هر پر خپل وخت باندي وکړي


۶ ارکان (۶ داخلي فرضونه)


اوس به در وښيم رکنونه
د لمونځ دننه دا فرضونه
رکن يې اول تکبير ويل دي
د تحريمه تکبير کول دي
قيام يا نيغ ودرېدل دي
رُکن دويم جګ درېدل دي
حد اقل يو اوږد آيت دی
رُکن درېيم يې قرائت دی
حد اقل درې لنډ آيته
وايه يا ته په قراته
څلورم رُکن دی رکوع
پکښي کوه ته ښه خشوع
پنځم بيا رکن سجده ده
شپږم يې بيا وروستۍ قعده ده
اته يې شروط شپږ يې رکنونه
څوارلس دا سول د لمونځ فرضونه
يو واري بيا زه درته وايم
ښه په اخلاص يې درته وايم
نه ادا کيږي ستا لمونځونه
که پوره نه کړې ټول فرضونه


(د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله تعالی د مذهب مطابق)


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۹مه نېټه، بون


مأخذونه:
ـ شروط الصلوت
ـ قدوري
ـ بېنوا وېب پاڼه: دلمانځه فرائض،واجب ،سنت ،مکروه اوماتونکي، مولوي صاحب منصور، 2005-04-27 م
ـ ښاغلي عبدالرؤف حقيار صاحب اصلاح او لارښوونه

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
پنځه لمونځونه ـ نظم
د اسلام پنځه بناوي ـ د ماشومانو نظم
سوالګر او سخي ـ منظوم نکل