د قابيل په اولادو کي يو لوی فرق ؤ
بدرنګ نر خو پر زنان د ښکلا برق ؤ

منظوم قصص الانبياء ـ څلورمه برخه
قابيل، هابيل او شيثؑ
ليکوال: احمدولي اڅکزی


چي آدم کله پر مځکه خليفه سو
دلته مېشت چي دی مامور په وظيفه سو
حوا مور سوه په څو ځله د بچيانو
يو هلک يوه نجلۍ تل غبرګوليانو
د آدم په شريعت واده حلال ؤ
د ورور خور تر منځ نکاح کار يو خوشال ؤ
خو غبرګولي چي به ول په منځ کي ورور خور
د نکاح اجازه نه وه، ؤ پيغور نور
لومړی زوی ؤ د آدم نوم يې قابيل ؤ
دوهم زوی چي ؤ هغه په نوم هابيل ؤ
آدم غوښتل چي هابيل ته په نکاح کړي
د قابيل غبرګولۍ خور ښه په فلاح کړي
خو قابيل ويل دا خور په نکاح غواړم
ښه ښايسته ده زه يې ځان ته جناح غواړم
آدم وويل هر يو ته قرباني کړي
او تسليم وروسته بيا پرېکړه رباني کړي
قابيل څوک چي په مسلک باندي دهقان ؤ
خپل حاصل يې قرباني کړ په پُرسان ؤ
هابيل څوک چي په مسلک باندي يو شپون ؤ
خپل څاروی يې قرباني کړ په سکون ؤ
نخښه راغله چي قبوله قرباني سوه
د هابيل په حق کي پرېکړه رباني سوه
د قابيل قرباني رده سوه ناچله
هم غوښتنه نيمه خوا يې او بې چله
د هابيل په وړاندي زيات يې لا حسد سو
نيمه خوا چي د قابيل اصلي مقصد سو
غوښتل وباسي بړاس د زړه او زور خپل
قابيل راغی کله ووژني چي ورور خپل
نو هابيل ويل که غواړې چي ما مړ کړې
که په قتل باندي زما غواړې ځان پړ کړې
بيا به هم زه ستا په وينو لاس سور نه کړم
خپل دا لاس ستا په تاوان به مامور نه کړم
په دې هکله هم رسول کړی فرمان دی
هغه څوک چي زموږ نبي آخر زمان دی
د فتنې پر وخت د ورور قتل ابتر وي
تر قاتل چي مقتول وي باندي بهتر وي
قابيل وواژه هابيل لومړی قاتل سو
مخ يې تور سو دی پر لوره د باطل سو
لومړی قتل د تاريخ داسي واقع سو
لومړی ژوند د يو انسان داسي ضايع سو
قابيل پوه نه ؤ چي څه وکړي په مړي
څو چي راغلل دوه مرغان ورته ځانګړي
يو چي مړ سو نو دوهم جوړ کړ يو قبر
بيا يې ښخ کړ مړ جسد په ښه سم صبر
له مرغانو څخه زده چي کړه قابيل نو
هله ښخ يې کړ جسد د ورور هابيل نو
قابيل ولاړ او له آدم څخه جلا سو
پر هواره باندي مېشت پر هغه خوا سو
آدم پاته سو پر لوړه پر غونډيو
تعلق قطعه سو د دواړو ګاونډيو
د قابيل په اولادو کي فساد خپور سو
توحيد ؤ خو بد شيطان ورباندي زور سو
ابليس جوړ کړ ځان په شکل د انسان يو
جوړ يې کړ له خپله ځانه څخه ځوان يو
بيا يې جوړ د موسيقۍ يو څو آلات کړل
په دې توګه يې و رقص ته جوړ حالات کړل
د قابيل ډلې چي واورېدل ږغونه
د شپېلۍ او د تبلې لوړ آوازونه
دوی راټول سول پر ابليس او په نڅا سول
دوی روان پر بده لاره پر خطا سول
په هفته کي به راتلل يو ځل شيطان ته
دې محفل د ګمراهانو و سلطان ته
د قابيل په اولادو کي يو لوی فرق ؤ
بدرنګ نر خو پر زنان د ښکلا برق ؤ
د آدم سره چي پاته انسانان ول
د ښايست په سرچپه اخته داستان ول
آدم پاته ؤ پر لوړه ډېر غمګين ؤ
په هابيل پسي يې زړه تک شين او خوړين ؤ
خو خدای ورکړ زوی دريم چي طابعدار ؤ
شيث يې نوم د پلار وارث او ايماندار ؤ
شيث په عمر چی لا کله یو کلن ؤ
نو بابا په عمر يو سل دېرش کلن ؤ
هر څه وښودل آدم لا په خپل ژوند کي
شيث هم زده کړل زيات علمونه په روند کي
لار ښوونه به يې کړه د خپلو وروڼو
د بچيانو، د خوريانو د ورېرونو
د جنت چي پېښه سوې معضله وه
د ابليس او د آدم چي معمله وه
شيث ښودله يادوله به هر کله
انسانانو ته کيسه دا څو څو ځله
په خپل ژوند کي لا آدم شيث خپل وارث کړ
هم عالم، هم يې عابد او هم حارث کړ
د آدم له مرګه وروسته شيث سو مشر
د ټول خلکو که زاړه ول او که کشر
پر هغه د صحيفو چي نزول وسو
هله امر پر نبي او رسول وسو
ګډ چي نه سي د قابيل سره نسلونه
د آدم د پاتې ډلې پاک فصلونه
د قابيل ډلې ته مه ورځئ پر لاره
شيث به خلک منع کول تل له دې کاره
خو د شيث له ډلې ښکلي چي ځوانان ول
دوی يو وخت هسي پر لاري چي روان ول
لومړي ځل يې تر غوږو سول څو ږغونه
دوی هم ځير سول او يې ونيول غوږونه
دوی چي ورغلل پر لور د آوازونو
د موزيک پر ږغونکو افزارونو
هلته جوړه د نڅا يو ننداره وه
دا قابيل له ډلې جوړه اداره وه
ښکلي ښځې د دې ډلې په نڅا وې
په ليدو ښکلو ځوانانو په خندا وې
يو د بل سره شروع کړل دوی رقصونه
داسي جوړ سول د دوی منځ کي تماسونه
څو د شيث له ډلې داسي ګرفتار سول
دام د شر کي د ابليس چي په رفتار سول
د زنا فساد واقع سول ډېر کارونه
هم خراب پر دواړو غاړو افکارونه
څو سَوَه کاله دوام وکړ نبوت
شيث رسالت پوره کاوه په ټول قوت
دی تل صادق ؤ تل د حق يې ؤ بيان
د ده په نسل کي زيات راغلل لوی نبيان
زوی يې ځای ناستی کړ د مرګ پر خپل بستر
انوش يې نوم ؤ او په نورو کي بهتر

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۰مه نېټه، بون

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl