بيا يې پورته کړ ادريس ليري له مځکې
څلورم آسمان کي پېښ سول پر ملکې

منظوم قصص الانبياء ـ پنځمه برخه
ادريس (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

 

د آدم او د شيث وروسته چي نبي ؤ
هسکه دنده باندي څوک چي منصبي ؤ
نوم يې ادريس ؤ کړوسی ؤ د قينان
زوی د يرد، پردی د شيث، ښه ؤ انسان
دی ؤ لمسی د مهلاييل، کودی انوش
تل به يې تګ کاوه پر مځکه ښه په هوش
زیات له درو سوو يې تېر کړي ول کالونه
د آدم سره ژوندی چي ؤ وختونه
ادريس صرف خبره هغه وخت کوله
چي انسان ته به يې ګټه رسوله
نور خاموش به ؤ نبي دا ټول وختونه
خپل اذکار به يې کول عبادتونه
فساد خپور چي سو پر مځکه او لا زيات سو
په دې چار کي لوی لامل د قابيل ذات سو
پر ادريس بيا امر وسو رباني دا
و فساد ته په جنګ ور چي سي نبي دا
ده هم جوړ کړ يو لښکر د جنګياليو
د قابيل اولاد چي مات کړ برياليو
ادريس وښودل انسان ته سمه لاره
هر يو څوک منع کېدی له بده کاره
جوړونکی د قلم لومړي ليکدود ؤ
نو هر چا لره ادريس يو لوی لارښود ؤ
پاته نه ؤ پر دې مځکه يو انسان کوم
ادريس نه چي ؤ پر کړی لوی احسان کوم
دا وه وجه نيک اعمال چي يې زښت زيات ول
ډېر ثواب زياتي نيکۍ زيات برکات ول
ادريس غوښتل ژوند يې اوږد سي او لا زيات سي
نيک کارونه نېک عمل چي يې لا زيات سي
ملايکه و ادريس ته چي راتلله
د ده دوسته دا آسمان ته بيا ختله
ادريس وويل چي يوسه دا پيغام زما
ملک الموت پوري بل يوسه دا سلام زما
ورته ووايه چي راکړي ميعادونه
زما د ژوند او د ثواب لوی سي حدونه
دې ملکي ويل زه به دي کړم پورته
پيغام ووايه پخپله ورته نور ته
بيا يې پورته کړ ادريس ليري له مځکې
څلورم آسمان کي پېښ سول پر ملکې
دا ملکه وه ملکه د مرګونو
هم پر غرونو هم اوبو او هم ډاګونو
دې ملکې ټول داستان ورته بيان کړ
د ادريس پيغام هغې ته يې عيان کړ
هغې وپوښتل چي چيري دی ادريس اوس
د انسانانو لارښوونکی او رئيس اوس
بلې وويل چي دی دلته موجود دی
ما ايستلی دی د مځکي له حدود دی
پسله ويلو د حمدونو د رحمان
ملک الموت وروسته بيان کړ دا داستان
کله چي وسول دا امرونه سوم حیران
روح چي يې قبض کړم د ادريس پر هسک آسمان
اوس زه پوه سوم په منطق د ياد امرونو
د څښتن په ارادو او په کارونو
چي راغلی دی ادريس و هسک آسمان ته
دلته سپاري دی ځان حق ته و رحمان ته
همدا ؤ قبض يې کړله روح د دې نبي
په څلورم نمبر آسمان کي ترتيبي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸کال د اکتوبر ۱۰مه نېټه، بون

 

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page