نوح خبر کړل دوی چي ښايي عذاب راسي
پر دوی باندي له خپل لاسه خراب راسي

منظوم قصص الانبياء ـ شپږمه برخه

نوح علیه السلام

ليکوال: احمدولي اڅکزی

 

تر کوم وخته چي ادريس نبي ژوندی ؤ

شرک لا نه ؤ صرف توحيد ښه ګړندی ؤ

د هغه د مرګه وروسته حال بدل سو

ابليس خپل په نوي پلان ژر په عمل سو

کله جوړ چي کړل بتان څو انسانانو

له مرګ وروسته د ښو خلکو زاهدانو

مقصد دا ؤ ژوندي وساتي يادونه

د نيکانو لارښوونې ښه کارونه

خو کالونه پر دې کار چي کله تېر سول

مقاصد لومړني ژر له خلکو هېر سول

ياد ساتنه سوه بدله عبادت سو

شرک رامنځ سو، زيانمن دغه بدعت سو

وخت يو راغلی انسانان ټول مشرکان سول

ډوب تر پوزي په فساد کي کافران سول

خو په دوی کي پاته يو صرف مؤحد ؤ

پر توحيد باندي چي پاته پر خپل حد ؤ

نوح يې نوم ؤ، د ادريس دی کړوسی ؤ

زوی د لامِک، د متُول شلخ هغه لمسی ؤ

د آدم له مرګه وروسته ډېر کالونه

ول تېر سوي په شمېر سل شپږويشت سالونه

چي پيدا سو نوح نبي تل مسلمان ؤ

د توحيد پر لار روان تل باايمان ؤ

رب مامور کړ دا نبي چي نصيحت کړي

و توحيد ته مشرکان ټول را دعوت کړي

په استثنی د لږ شمېر خلکو کافران ول

له نبوته د نبي ټول منکران ول

په پنځوس کم زر کاله وکړ ده دعوت

خو د نوح نه مانه يو چا هم نبوت

دوی تکذيب کړل نازل سوي آيتونه

و ښېګڼې ته د دوی نصيحتونه

نوح خبر کړل دوی چي ښايي عذاب راسي

پر دوی باندي له خپل لاسه خراب راسي

خو په دوی کي چي د قوم خپل سرداران ول

دوی په کبر په ریشخند ډېر مضران ول

په غرور به دوی ويل چي ټول ادنی دي

ټول منونکي د نبي ډېر نادانا دي

نوح نبي ويل پر سمه لار روان سئ

ځان ساتونکي له عذابه او تاوان سئ

دوی ويل که رشتيا وايي چي عذاب سته

نو يې راوله پر موږ که لا خراب سته

نوح ويل دا فيصله د لوی سبحان ده

زما په لاس کي نه ده دا صرف د رحمن ده

فرمان وسو له الله و خپل رسول ته

رسالت د رسولو دې مسؤل ته

صرف هغه به فلاح مومي دا پيمان دی

چا راوړی چي تر مخه لا ايمان دی

پاتي خلک د دې قوم چي کافران دی

پر خپل کفر به ولاړي وي منکران دي

نو له دې کبله مه کوه غمونه

دوی مجرم دي او کوي به لا جرمونه

امر وسو پر نبي جوړه کښتۍ کړي

ښه مضبوطه په لرګي يې لو پښتۍ کړي

بېله ځنډه دی منونکی د امرو سو

نوح نبي هم سمدلاسه په کارو سو

ریشخندونه به وهل ټول کافرانو

پر نبي به يې خندل ټول منکرانو

چي پر وچه مځکه جوړه يې بيړۍ کړه

په خپل نوع کي يې اوله او لومړۍ کړه

دې کښتۍ ته جوړه راغل حيوانان ټول

که څاروی ول که خسمان او که مرغان ټول

بيا نو پېل د بارانونو سلسله سوه

هم له مځکي د اوبو ناوه ايله سوه

نوح سپاره کړل پر کښتۍ مسلمانان ټول

خپله ښځه درې زامن او مومنان ټول

زوی څلورم چي ؤ د نوح هغه کافر ؤ

د خپل پلار له نبوت څخه منکر ؤ

هغه پاته سو پر وچه نافرمان ؤ

په دې فکر چي په غره کي په امان ؤ

خو اوبه چي کله راغلې له آسمانه

هم له مځکي راوتلې ښه پرېمانه

سېلاب راغلی او هر څه پکښي کي غرق سول

که انسان ؤ که حيوان د مرګي عرق سول

د نبي چي کافر زوی ؤ نافرمان ؤ

اوبه غره ته سوې ورپورته بې امان ؤ

هغه غرق ورسره غرق ټول کافران سول

هلاکت کښي مبتلا ټول منکران سول

صرف يې نوح ته نجات ورکړ لوی خالق زموږ

بل سپرليو د کښتۍ ته ستر مالک زموږ

دا کښتۍ په اوبو ګرځېده طواف کي

وچه نه وه صرف اوبه وې ټول اطراف کي

وچه مځکه وروسته راغله زيات وختونو

سپرلي کښته سول پر وچه په شکرونو

درې زامن چي د نبي ول مومنان ول

حام او سام او يافث ښکلي يې نومان ول

دوی آدم غوندي له سره باباګان سول

د انسان د نوي نسل دادا ګان سول

په دې توګه د انسان چي ټول اقوام دي

نوح نصب دي که په هر اسم او نام دي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۴مه نېټه، بون

 


د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page