داسي هسکه اوښه چا نه وه ليدلې
بله بلاربه وه په نس وه پړسېدلې

منظوم قصص الانبياء ـ ۸مه برخه
حضرت صالح (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

د حجاز او د تبوک تر منځ آباد ول
ثموديان په نعمتونو باندي ښاد ول
که زامن که نيکه ګان او که پلرونه
د دې قوم د خلکو ول اوږده عمرونه
له جګ غرونو، نه له ټيټو، نه کمبرو
تراشل به دوی کورونه له ډبرو
د عاد قوم وروسته ثمود ډېر بډايان ول
له ډبرو يې جوړ کړي څو خدايان ول
رب مامور ورته صالح په نبوت کړ
دې نبي و ثموديانو ته دعوت کړ
صالح وويل خپل قوم ته: توحيد خپل کړئ
بې الله معبود يو څوک او نه هم بل کړئ
دوی ويل پر تا کوم سوي دي سحرونه
کوډي موډي يا جادو غوندي کارونه
له پلرونو چي راپاته دي دودونه
څنګه پرېږدو موږ زاړه خپل معبودونه
ته نبي نه يې خو زموږ په شان انسان يې
درواغ وايي او بتانو ته نقصان يې
صالح وويل اې خلکو پيغمبر يم
رب لېږلی يم رشتيا چي پيامبر يم
هيڅ نه غواړم صرف توحيد ته مي دعوت دی
نه مقصد ستاسو صله نه مي ثروت دی
د الله عبادت وکړئ چي مالک دی
شريک مه نيسئ هغه ته چي خالق دی
ثموديانو ويل ته که پيامبر يې
معجزه وښيه ته که پيغمبر يې
صالح وويل اې وروڼو حال عيان کړئ
معجزه د څه شي غواړئ اوس بيان کړئ
د ثمود له قومه بعضي په ریخشند سول
دې تفصيل سره يې بعضي راڅرګند سول:
معجزه غواړو چي وي لويه کبيره
نه عادي وي نه مينځوۍ او نه صغيره
له ډبرې لو پيدا کړه ته بارداره
اوښه لويه چي وي دا حامله داره
که دا وکړې نو به موږ بااطمینان سو
شِرک به پرېږدو موږ به ټول مسلمانان سو
صالح واخيستل له دوی څخه قسمونه
چي اسلام به دوی مني دا پيمانونه
دا ؤ چاک سوه لو ډبره او پيدا سوه
لويه اوښه په دستي په ګرځېدا سوه
داسي هسکه اوښه چا نه وه ليدلې
بله بلاربه وه په نس وه پړسېدلې
شمېر يې لږ ؤ د هغو چي باايمان سول
د ثمود له قومه لږ څو مسلمان سول
صالح وويل دا اوښه د خالق ده
دا آيت دا معجزه د لوی مالک ده
که دا اوښه تاسو لږ کړئ په عذاب نو
قهر را به سي پر تاسو لوی خراب نو
وخت چي تير سو نو جونګی يې هم پيدا سو
دا جونګی د اوښې ژر په ګرځېدا سو
خو ډېر ژر زيات ثموديان په شکايت سول
دوی په تنګ له دغې اوښې نهايت سول
دوی ويل اوبه چښي زموږ له څاهانو
اوښه نه منو ويل دې ګمراهانو
له دې اوښې ټول بيريږي حيوانان زموږ
هم سپين ږري په تنګ سوي هم ځوانان زموږ
دا ؤ جوړ يې کړل د قتل دوی پلانونه
بيا چمتو يې کړل تيران او کمانونه
کله مړه چي يې کړه اوښه ظالمانو
د الله چی معجزه وه غليمانو
جونګی وتښتېد په بيړه ناببره
په رمباړو دی داخل سو په ډبره
ورځو درو وروسته پر راغلی بيا عذاب
داسي عذاب چي ؤ دردناک او ډېر خراب
وسو آسمان څخه ثمود باندي يو غږ
داسي غږ چي اورېدلی نه ؤ غوږ
له دغه ږغه سول هلاک ټول کافران
ټول دُښمنان چي د توحيد ول منکران

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۲مه نېټه، بون


د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page