د هغوی تر منځ د خوږ ژوند او ښه همسايه توب کيسې په ليري ليري پرتو سيمو کي اورېدل کېدلې. 

 يو وخت په يوه غيرمسلمانه سيمه کي دوه مسلمانان څنګ پر څنګ اوسېدل. د هغوی تر منځ د خوږ ژوند او ښه همسايه توب کيسې په ليري ليري پرتو سيمو کي اورېدل کېدلې. خلکو به د دغو دوو ګاونډيانو د منځنۍ ميني او محبت مثالونه يو بل ته ورکول. خو يو وخت د دغو دوو مسلمانانو تر منځ لانجه رامنځ ته سوه. دواړه مسلمانان به په کلي کي کور په کور ګرځېدل او د ور پېښي لانجې په هکله به يې له خلکو مرسته غوښته. هر چا چي به د يو مسلمان کيسه واورېده نو د هغه سره به يې خواخوږي وښوده او پر هغه بل مسلمان به يې رد و بد ويل شروع کړل. په دې توګه د دغې لانجې په تړاو خبرونه تر ليري ليري سيمو پوري ورسېدل. د غير مسلمانانو په دغه کلي کي يو داسي کس اوسېدی چي د دغې سيمي يوازينی هندو ؤ. د شکاياتو په لړۍ کي يو وخت مسلمانانو د هندو سره هم تماس ونيوئ او له هغه څخه يې وغوښتل چي د دوی تر منځ د حق او باطل فيصله وکړي. هندو و دغو دوو مسلمانانو ته يو ليک ولېږئ. په دغه ليک کي يې ليکلي ول:

 

«محترمو ګاونډيانو،
ستاسو د جنجال حل د بل چا نه بلکه ستاسو په خپل لاس کي دی. دا چي تاسو ماته او يا بل چا ته احوالونه لېږئ، نو په دانسته يا غير دانسته توګه ستاسو مقصد د لانجې هواری نه بلکه د ځان له پاره په خپل منځي جنګ کي د ټلوالو او متحدينو موندل دي. زما په فکر هغه کسان چي ستاسو په لانجه کي بېله شخصي مقصد څخه د يو اړخ يا بل اړخ طرفداري کوي، نو ستاسو خواخوږي نه بلکه ستاسو د لانجې د لا ژورولو لامل دي. هغه کسان چي د خپل مقصد له پاره ستاسو په لانجه کي د يو يا بل فريق اتحادي ګرځي، له هغوی څخه د خپلې لانجې د هوارۍ يا بل خير تمه مه لرئ. زه پخپله ستاسو څخه د يو فريق سره لا هم په جنګ کي د درېدو له پاره زړه نه ښه کوم ولي چي په دې متيقين يم چي تاسو تر بل هر چا په خپل منځ کي دغه لانجه ښه هوارولای سئ. دا چي تاسو مسلمانان ياست نو تر بل هر چا به په خپل حق او د نورو په حقونو خبر ياست او زما منځګړيتوب به بې فايدې وي. زه درته صرف لاندنۍ مشورې درکولای سم:

 

۱ ـ موضوع مشخصه کړئ
جنجال پر څه شي دی؟ يو اړخ د جنجال حل په څه کي ويني او بل اړخ څه غوښتنه لري؟
له دې علاوه نوري اضافي خبري چي په مشخصه توګه د روانې لانجې سره تړاو نه لري، حاشيه وي وي، بلا وجه تفصيلي وي، ښکاره غېر منسلکې او شخړيزې وي نو بايد نه وکړل سي او نه واورېدل سي. هغه ستاسو مسلمانانو په اصطلاح د مستحباتو او نوافلو خبره پسله فرايضو مطرح کيږي.
که د خپلې دنيا او آخرت له پاره ښه حل غواړئ نو په بدمعاشي، زور، آواز جګولو، يو په بل پسي رد و بد ويلو، پيغور ورکولو، اضافي خبرو کولو، غېرمطرح موضوعاتو څېړلو او په معادله کي د لا زياتو متغيراتو د اضافه کولو غلطي مه کوئ.

 

۲ ـ تفاهم سره وکړئ
يو د بل سره چي د هر قسم استدلال کوئ پر سړک بازار او چوک يې نندارې ته مه وړاندي کوئ. تر کوم ځای پوري چي زه خبر يم د دوو مومنانو په منځ کي يوازي هغه وخت تود بحث رامنځ ته کيږي چي يو وايي ستا دي وي او بل وايي چي نه ستا دي وي. دا چي د دوو مسلمانانو تر منځ پر دې باندي جنجال رامنځ ته سي چي يو وايي زما دی او بل وايي زما دی، نو زما په شان يو هندو ته د لانجې صرف يو لامل معلوميږي: هغه دا چي ښايي د دغو مسلمانانو په مسلماني کي د شک کوم ځای پيدا سوی وي.
که د خپلې دنيا او آخرت له پاره ښه حل غواړئ نو په نورو منځګړو، وکيلانو او قاضيانو پسي ځان مه ستړي کوئ، بلکه په کلمه ويلو سره بيا د زړه له اخلاص څخه خپل ايمان تازه کړئ او بيا دي يو فريق د يو مومن په توګه د بل فريق وکيل سي او د خپلې لېواتيا پر ځای دي د خپل هغه بل مسلمان ورور ګټي او لېوالتيا ته لومړيتوب ورکړي. لکه ستاسو د دين پيغمبر ص چي وايي څوک تر هغه وخته مومن نه سي کيدلای چي د خپل ورور (بل هر مسلمان) له پاره هغه څه خوښ نه کړي چي د ځان له پاره يې خوښوي.
که مسلماني نه سئ کولای نو حد اقل له انساني سياست څخه کار واخلئ او يو بل ته تر هغه اندازې تر خپل حق ورتېر سئ چي دغه موضوع حل سي. هيڅ اړخ دي دا کوښښ نه کوي چي بېله استثنی خپلي تولي غوښتنې په هغه بل اړخ ومني. د تفاهم له لاري داسي منځنۍ لاره پيدا کړئ چي د دواړو له پاره د قناعت وړ وي.

 

۳ ـ خط و کتابت سره وکړئ
ستاسو تر منځ د روانې لانجې له نورو لاملونو څخه ښايي يو لوی لامل دا وي چي تاسو خپل تر منځ خط و کتابت نه دی کړی، يو د بل خبري مو ليکلي نه بلکه په خپل فکر تفسير کړي او د دريم ګړي او څلورم ګړي له لاري اورېدلي او غلط فهمۍ رامنځ ته سوي دي.
که د خپلې دنيا او آخرت له پاره آساني غواړئ نو خپل تر منځ خط وکتابت سره وکړئ، پر ليکل سوي تړون يا تفاهم ليک خپلي امضاوي، د شاهدانو امضاوي او د رسمي مرجعې ټاپې ولګوئ.

 

۴ ـ خپل اصلي دښمن وپېژنئ
خپل منځي ښايسته وختونه او يو د بل سره احسانونه مه هېروئ او مه يې حقير بولئ. ځان مظلوم مه احساسوئ که ستاسو په فکر ستاسو ورور ستاسو له حق څخه سترګي پټوي. بلکه پر خپل هغه بل ورور زړسوی وکړئ ولي چي د شيطان په تېرايستنه ځان پر حق بولي او ستاسو حق له پامه غورځوي. تاسو دوه مسلمانان يو د بل دښمنان او حريفان نه ياست بلکه ستاسو تر منځ غلطفهمي او وسوسې اچوونکی شيطان ستاسو دښمن دی. د خپل ورور په حق کي له خپل حق څخه په تېرېدو سره د شيطان سترګي ړندې او خپله دنيا او خپل عاقبت روښان کړئ.

 

د زيات وخت راهيسي مي د مسلمانانو او اسلام سره لېوالتيا ده. که تاسو په هغه طريقه لکه ستاسو دين چي يې تقاضا کوي خپله لانجه حل کړئ، نو به په دغه کلي کي يو بل مسلمان وراضافه سي چي هغه به زه يم.

 

ستاسو د لانجې د حل په هيله.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر څلورمه نېټه، بون
يادونه: دغه کيسه رشتيا نه بلکه يوه افسانه ده

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page