له موسی څخه چا وکړه دا پوښتنه
علم زيات د کوم بنده دی عزتمنه

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۸مه برخه
خضر (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

له موسی څخه چا وکړه دا پوښتنه
علم زيات د کوم بنده دی عزتمنه
موسی وويل پر ما سوي رحمونه
رب راکړي چي دي زيات راته علمونه
دا ؤ راغلل او نازل سول آياتونه
د الله د خاص بنده حکايتونه
خضر نوم لري بنده چي کوم څوک خاص دی
رب ورکړی ډېر زيات علم تر زيات ناس دی
موسی وويل زه غواړم ملاقات يې
غواړم زده کړم د ده علم تحقيقات يې
رب موسی ته ويل چيري چي بحرونه
دوه يوځای سره مل کيږي لوی نهرونه
هلته ته موندلای سې دغه بنده زما
خاص نعمت چي باندي سوی نماينده زما
دا داستان داسي راوړی پاک قرآن دی
په سورة کي د الکهف دا بيان دی
چي موسی او يو خادم ځوان يې روان سول
په تلاښ د خضر دوی دواړه کاروان سول
د نون زوی يوشع ملګری او خادم ؤ
د موسی سره سفر کي په تعظيم ؤ
د يوشع سره ټوکرۍ کي ښه عيان ول
د خوړو لپاره کب او لږ نور شيان ول
کله ستړي چي سول دواړه له مزلونو
هله تم سول د ډبرو سره پلنو
له خوب وروسته بيا رهي سول راروان سول
په تکل د خپل سفر دواړه کاروان سول
يو وخت ستړی سو موسی او هم سو وږی
په جريان کي د سفر چي سو دی تږی
خپل خادم ته موسی هله بيا ګويان سو
مړۍ راکړه چي يې وخورم په بيان سو
خو يوشع ويل زما هيره دا کيسه وه
زما په خيال چي د شيطان دا دسيسه وه
مخکي موږ چي چيري وکړه کله دمه
هيره سوې وه کيسه زما ټوله سمه
کيسه دا چي مړ کب هلته راژوندی سو
په اوبو کي په لامبو سو ګړندی سو
موسی وويل همدا خو نښاني وه
په موندلو د منزل کي آساني وه
سمدستي موسی پر هغه لور روان سو
د مړ کب ژوندي کېدو ځای ته کاروان سو
هلته وليد موسی يو سړی موجود ؤ
لوی څادر يې غوړولی پر وجود ؤ
د سلام وروسته روښانه سوه چي څوک دی
په تلاښ چي يې موسی ؤ هغه څوک دی
موسی وويل ملګری مي د ځان کړه
ستا چي زده دي ماته هم هغه روښان کړه
خضر وويل چي ژر به راته تم سې
پوه چي نه يې داسي شي ته به بې زغم سې
موسی وويل چي زه به ښه صابر يم
انشاالله زه به منونکی د تدبير يم
خضر وويل که غواړې ملګري زما
نه پوښتې به هيڅ کوم فعل يا کارګري زما
موسی وويل چي ښه دی زه منم يې
ستا دا شرط زه قبلوم پوره کوم يې
دا ؤ دوی دواړه سپاره سول په کښتۍ کي
خضر جوړ کړ عيب د دغې په پښتۍ کي
موسی وپوښتل چي ايا غواړې غرق کړې؟
د کښتۍ ټوله سپرلي له ژونده ترک کړې؟
خضر وويل ته اوس لا نه تمېږې
ما ويلي ول چي هيڅ به نه صبرېږې
موسی وويل چي بيا نه کړم پوښتنه
لومړی وار مي ؤ ته وکړه اوس بخښنه
دوی روان ول چي يې وليد يو هلک ځوان
خضر قتل کړ هغه ژوند يې ورتالان
موسی وويل دا ژوند خو بې بها دی
ولي وژنې ته يو څوک چي بې ګناه دی
خضر وويل ته اوس لا نه تمېږې
ما ويلي ول چي هيڅ به نه صبرېږې
موسی وويل پوښتنه که پسان کړم
ما جلا له ملګرۍ کړه که پرسان کړم
وروسته ورسېد سفر د دوی و پای ته
د بخيلو خلکو کلي کي يو ځای ته
وږي سوي ول هم ستړي له سفره
وچه نه وه ورسره نه ډوډۍ تره
خو د کلي بخيل خلکو نه منل هيڅ
مېلمانه يې نه ول خوښ نه يې پالل هيڅ
خضر وموند يو ديوال چي پر لوېدو ؤ
زوړ دېوال دغه نژدې پر نړېدو ؤ
دا ؤ جوړ يې کړ دېوال دغه ښه سم بيا
روغ يې کړ او هسک يې کړ ښه سم محکم بيا
موسی وپوښتل چي ولي کار کوې ته
دېوال ولي د دې کلي رغوې ته
تا که غوښتې مزدوري د دغه کار وای
سر به خلاص زما هله ستا په دغه چار وای
خضر وويل نور زما او ستا بېلتون دی
ختم زموږ دا ملګري او پېوستون دی
خو لومړی به درته ووايم حالونه
ستا پوښتني چي جواب کړي دليلونه
ها کښتۍ چي وه د رزق يوه منبع وه
د مسکينو مزدورانو په نفع وه
خو ظالم پاچا يو تل به ضبطولې
ښې کښتۍ ټولې هغه به تښتولې
له پاچا څخه خوندي مي دا کښتۍ کړه
کله ما چي يې معيوبه ور پښتۍ کړه
اندېښنه وه له هلکه د کفرونو
سرکښي چي به کوي په بد کارونو
خو د ده چي مهربان کوممور اوپلار ول
مومنان ول په رشتيا چي ايماندار ول
ځکه وغوښتل نو رب چي فرزند ورکړي
نيک صالح اولاد پر ځای د ابتر ورکړي
مات ديوال چي کوم ولاړ پر يو بد حال ؤ
يتيمانو دوو ته پټ يې لاندي مال ؤ
د هلکانو دغو دوو پلار نيک سړی ؤ
په ښه کار کي تل مېړه او ګړندی ؤ
ځکه وغوښتل ستا رب چي هلکان لوی سي
څښتنان دوی د دې مال بيا په ځوانۍ سي
خضر زياته کړه زه تل پر ځای کوم
امر رب چي راته وکړي په هر دم
ته شاهد چي سوې د درو کومو کارونو
زما لبيک ؤ د پاک رب پر درو امرونو

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۶مه نېټه، بون

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page