پر داؤد باندي نازل زبور کتاب سو
دی څښتن د نعمتونو بې حساب سو

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۹مه برخه
شمويل (ع)، طالوت، جالوت او داؤد (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

د يوشع پر مرګ تېر سوي ول کالونه
شپېته زيات تر څلور سوو لا سالونه
بد حالت پر اسرائيلو ؤ راغلی
دبدبه يې ورکه سوې شهرت تللی
حتی هغه يو صندوق دوی ؤ بايللی
دې ټبر ته مقدس چي ؤ ښاغلی
دا صندوق د دغه قوم لو سرمايه وه
له نبيانو څخه پاته لو تحفه وه
په تابوت د سکينه هغه مشهور ؤ
دښمن وړی دا صندوق ډېر په غرور ؤ
سرګردان ؤ دغه قوم اوس لالهاند ؤ
په تير سوي ځلاند وخت اوښکه بهاند ؤ
هغه وخت د دوی دښمن پاچا جالوت ؤ
شمويل يې ؤ نبي، پاچا طالوت ؤ
شمويل نبي ته راغلل او ګويان سول
مشران د اسرائيل بيا په بيان سول
نه مالدار دی نه له قومه کوم اعلی دی
ځکه نه منو طالوت چي زموږ پاچا دی
دعا وکړه و پاک رب ته چي عطا کړي
جهاد مشر بل پاچا چي موږ ته راکړي
شمويل نبي ويل طالوت پاچا دی
لوی رحمت پر دغه قوم د رب عطا دی
دی عالم دی چي لري ښه زیات علمونه
بل عادل دی نه کوي هغه ظلمونه
د جهاد غوښتونکي ياست تاسو په خوله اوس
ايا غواړئ دغه کار رشتيا په زړه اوس؟
داسي نه چي بيا پر وخت د عار پر شا سئ
له جهاده ګريزان او په خطا سئ
اسرائيل ويل په خوله چي جهاد غواړو
ورته ژمن يو هم دښمن خپل برباد غواړو
امر وسو چي جالوت ته په جنګ ورسئ
جهاد فرض سو بې بيري په ننګ ورسئ
طالوت ځکه نو روان سو و جهاد ته
د جالوت سره د جنګ و رويداد ته
و جهاد لره حاضر چي په کاروان سول
اتيا زره ول په شمېر چي دوی روان سول
پر خپل نفس باندي حاکم چي تقوا کار دي
طالوت وويل هغه صرف زما په کار دي
څو شرطونه څو حکمونه يې صادر کړل
په شرطونو يې عسکر خپل ټول مامور کړل
خو امرونه زيات عسکرو چي بيا مات کړل
طالوت ځکه له لښکره بهر زيات کړل
مخلص کوم چي بندګان د رب جليل ول
جنګ ميدان ته چي دوی راغلل نو قليل ول
په شمېر درې سوه او څوارلس پر بالا ول
مخلص څوک چي بندګان د رب تعالی ول
جالوت ډېر قوي انسان او ډېر ظالم ؤ
بد سړی پر فلسطين دغه حاکم ؤ
د يو غره په شان قوي او جګ يې قد ؤ
لوی لاسونه لوی اندام مغرور بې حد ؤ
دومره پراخ او دومره جګ لکه لوی دېب ؤ
د جنګ وخت کي به قاتل لکه آسېب ؤ
هغه غوښتل غلامان اسرائيليان کړي
يا دوی قتل په يو جنګ کي ټول عيان کړي
جالوت وويل راځي ماته په جنګ څوک
زور چي زما سره معلوم کړي ښه په ننګ څوک
که ما مات کړي مات حاضر زما ټول لښکر دی
که دی مات سي بيا نو پرې ستاسو هر سر دی
تنکی ځوان يو مخ ته ورغلی حاضر سو
جالوت وکتل هغه ته او ښه ځير سو
دا داؤد ؤ يو شپانه ؤ تنکی ځوان ؤ
قد يې ټيټ، مقام يې هسک چي ثناخوان ؤ
په غرور جالوت دې ځوان ته بيا ګويان سو
د خپل ځان په صفت بوخت او په بيان سو
ويل ته خو لا ماشوم يې د جنګ نه يې
په تله کي زما د زور وړ کوم سنګ نه يې
خو داؤد ورته ويل درځم په جنګ زه
دا مغرور مغزی دي ولم نن په سنګ زه
بيا يې تاو په فلاخن کي کړه ډبره
د جالوت پر تندي سوه دا برابره
درب راولوېد جالوت مړ سو لوی ډېران سو
ټول غرور يې د لښکر ورسره وران سو
اسرائيل په دغه جنګ کي بريمن سول
د الله له خوا نعيم سول طالعمن سول
د آدم تر څنګ ياد سوی په فرقان کي
خليفه لقب يې وړی دی قرآن کي
د يسي زوی چي داؤد ؤ يو شپانه ؤ
دی له نسل يهودا څخه ډېر ښه ؤ
د طالوت پاچا له پاره داؤد زوم سو
هم پاچا او هم نبي پاته يې نوم سو
پر داؤد باندي نازل زبور کتاب سو
دی څښتن د نعمتونو بې حساب سو

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۳مه نېټه، بون

 

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page