د اخبار يو کونج يې ټيټ کړ او ښه ځير سو
ظاهر شاه هم ورته غوږ سو خبرګير سو

 هيره سوې که هرڅومره دا کيسه ده
خو رشتيا ده د تېر پېر يوه حصه ده
چي هرات کي يو ماښام يو محفل جوړ ؤ
حاضر سوی دې مجلس ته ځوان او زوړ ؤ
پاچا ناست ؤ پر چوکۍ اخبار په لاس کي
مجلس جوړ ؤ لاندي کښته په اناس کي
که وزير ؤ که وکيل او که ليکوال ؤ
دلته ناست ؤ ښه يې حال ښه يې احوال ؤ
ټول خوشال ول هلته جوړ ښه جم او جوش ؤ
خو يو کس هلته زهير او ډېر خاموش ؤ
يو چا وويل جناب سرِ ياور ته
حيات خان د هغه وخت دې مخور ته
خاموش ناست يې ولي نه کوې خبري
ښکلي ښکلي ښايستې ښې معتبري
راته وکړه نن يو نکل له نکلونو
د تېر وخت د زمانو د تېر کلونو
حيات خان هم سمدلاسه په ګفتار سو
نکل پېل سو ورته غوږ هم ټول دربار سو
ده ويل چي يو پاچا ؤ مهربان ؤ
خپل ولس لره لارښود او نګهبان ؤ
د اخبار يو کونج يې ټيټ کړ او ښه ځير سو
ظاهر شاه هم ورته غوږ سو خبرګير سو
حيات خان ويل پاچا دا ډېر عادل ؤ
وری په کور خو په بهر کي لوی شېردل ؤ
ټول ولس ورته د خپل اولاد په څېر ؤ
د ملت له پاره خپل تر ژوند لا تېر ؤ
دا ؤ ورځ راغله دا بده چي بيمار سو
پاچا پرېوت پر خپل کټ هلته ايسار سو
که د کور ول که د بهر طبيبان ول
که خپلوان که عزيزان که حبيبان ول
ټول لاچار ول درمل نه ؤ د بيمار هيڅ
نه تعويذ فايده کوله نه تيمار هيڅ
طبيبان راغلل پاچا ته په بيان سول
شاوخوا د ده پر کټ راټول عيان سول
ويل ستا د ژوند ژغورنه ده ممکنه
هره ورځ وخورې ماغزه که ته نمکینه
دا ماغزه بايد د ښه تنکي کوم ځوان وي
هره ورځ بايد پراته ستا پر سترخوان وي
پاچا وويل ژر وځئ نااهلانو
مرګ پر غوره بولم وځئ جاهلانو
زما پچيان دي زما اولاد دی زما وجود دی
پر دې خاوره که آباد هر يو موجود دی
څنګه ووژنم د ځان د ژوند له پاره
د بل زوی د خپل حيات د خوند له پاره
کابينې مشوره ورکړه و پاچا ته
د ګور کندي ته نژدې و دغه چا ته
که ته مړ سې دلته جوړه به بدي سي
خوره دلته به تياره لو ابدي سي
د خپل ژوند غم که ته نه کړې خو دا وکړه
د ملت له پاره دغه سودا وکړه
هغه څوک چي په رضا درته حاضر وي
ستا د ژوند چي خواهشمند هر يو ناظر وي
ماغزه ومنه له هغه ته په مينه
خپله خوښه چي بخښي و تاته وينه
کابينې په دې خبرو دی رضا کړ
په دې توګه يې په ده امر امضا کړ
چي هر قوم به يو بچی ده ته سپاري ښه
هره ورځ به يو يو ځوان حاضروي ښه
د کوم ځوان چي به د مرګ د وار نوبت ؤ
پر کور کلي به يې جوړ لوی مصيبت ؤ
که يې ورور که يې اکا که يې تربور ؤ
غر ختونکی ياغيتوب ته به مفکور ؤ
لږ وخت وروسته غر چي ډک سو له ياغيانو
جنګ يې وکړ پاچا مړ يې کړ باغيانو
نکل خلاص سو په محفل کي خاموشي وه
نه واه واه وه نه صفت نه شاباشي وه
پاچا هم حيران حيران او پرېشان سو
په چرتونو کي دی ډوب په عجب شان سو
يو چا وويل چي څنګه ناآشنا ؤ
نکل دا څنګه عجېب او بې معنی ؤ
سر مو خلاص نه سو ته لږ خو يې تشريح کړه
ته مقصد راته بيان ښه سم صريح کړه
حيات خان ويل معنی يې ښه ساده ده
درته وايم زما په خوله کي آماده ده
معنی دا چي زه يې داسي کړم عورتي
کابينه چي مشورې يې وي غلطي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د جولای دريمه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page