source of image: https://bit.ly/2Xil1HM

يو پی مخی به هميش په دې پُرسان ؤ
دی په فکر کي به غرق د هر انسان ؤ

يو پی مخی به هميش په دې پُرسان ؤ
دی په فکر کي به غرق د هر انسان ؤ
چي څهرې او مخان ټول ولي ډېر لوی وي
يا کوچني وي يا ورېښتان ورباندي توی وي
لوی سږمې لوی لوی غوږونه لنډي غاړې
کوچنۍ سترګي شوړېدلي چي تل ژاړي
بل کَـلې چي ښويندوکي يې پر سر وي
هم غاښونه چي کاږه د دوی اکثر وي
و شامپو لره لېوال دوی يې شوقيان وي
بل خندان په هر محفل کي دوی عيان وي
پکي ورَځي لويه پوزه برېت خريلي
پر دوو لورو عين و غين سترګي مايلي
لوی لوی خيټي پنډي غاړي درې منزله
سترګي وږي چي لري بل له ازله
عاشق ولي پر چنار غوندي جانان وي
تل ښوونکي د پرهېز رژيم هر آن وي
د هنداري مخ ته ناست چي دا ښايسته ؤ
په فکرونو په سوالونو چي اخته ؤ
پر سُر تال ډېر برابر لکه يو ساز سو
له ښيښې څخه ګويان ورته آواز سو
چاغ که مينه د ناچاغ سره لرينه
یا آرمان که کم زلفان د زلفان کړينه
چا ټاکلی دا اصول دغه معيار دی
خواهش تل چي په ظاهر باندي عيار دی
ته ظاهر ته چي په فکر تل مدام يې
د ابليس په لومه بند ته يې په دام يې
د ښکلا څښتن جوړ کړي ټول په تول دي
ټول موجود چي پر تا شاوخوا راټول دي
صرف باطن هغه معيار هغه آله ده
چي په سپکه يا درنه د چا تله ده

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د جولای لومړۍ نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page