نارکيسوس به تر هغه وخت پوري ژوند وکړي تر څو چي يې لا ځان نه وي پېژندلی.

کېفيسوس د يونان د بو اوتيا نومي سيمي يو لوی سيند او مجسم سوی رب النوع ؤ. د هغه مور دريابي ښځينه رب النوع تېسوس او پلار يې لوی طوفان نرينه رب النوع اوکيانوس ؤ. کېفيسوس د خپل سيند په کږلېچونو کي د لای ري اوپه په نوم سمندري ښاپيرۍ يا نيمف راګيره کړه او د هغې سره يې په زور صحبت وکړ او بيا يې هغه يوازي پرېښوده. لای ري اوپه چي په ښکلا کي يې جوړه نه وه، حامله داره سوه او نارکيسوس يې وزېږوئ. لای رې اوپه و حال ويونکي تېرېسياس ته ورغله او له هغه يې وپوښتل چي زوی نارکيسوس به څومره اوږد عمر ولري او تر کله به ژوند وکړي. تېرېسياس هغې ته وويل چي نارکيسوس به تر هغه وخت پوري ژوند وکړي تر څو چي يې لا ځان نه وي پېژندلی. د لای ري اوپه په دغه وړاندوينه سر خلاص نه سو او ډېر ژر يې دغه خبره بېرته هېره سوه.

نارکيسوس (نارڅيس) دومره ښکلی ؤ چي تر مخه يې هيڅ چا ساری نه ؤ ليدلی. کله چي هغه ځوان سو نو چي به هر چا وليد، په زړه کي به يې د هغه د ميني دايمي لمبه بله سوه. خو نارکيسوس هيڅوک هم ځان ته نژدې نه پرېښود او نه يې هم د چا د ميني په وړاندي مثبت غبرګون ښوده.

د اېکو (معنی: ازانګه) په نوم ښايستې غرنۍ شاپيرۍ چي هم کله د لومړي ځل له پاره ځوان نارکيسوس وليد نو يې سمدلاسه زړه پر بايلود. ايکو غوښتل چي نارکيسوس ته د خپل مين سوي زړه حال ووايي خو ايکو د دې جوګه نه وه. دا ځکه چي هغې خبري نه سوای کولای ولي چي د رب النوع زئوس ماينې هرا د سزا په توګه له هغې څخه د خبرو کولو توان اخيستی ؤ. دا د هغه وروسته کله چي هرا په دې خبره سوه چي مېړه زئوس يې اېکو ته دنده سپارلې چي هرا ته داسي نکلونه وکړي چي هرا په مصروفه وساتله سي او په دې توګه زئوس د نورو سره د عشق و عاشقي له پاره وخت ولري. هرا له اېکو څخه د خبرو کولو توان واخيست او پر هغې يې داسي منتر ووايه چي اېکو به د اورېدلي ږغ وروستۍ برخه تکراروله يا په اصطلاح آزانګه به يې کوله.

د اېکو په زړه کي د نارکيسوس مينه دومره زياته وه چي نور يې د خپل د زړه له حاله د هغه ناخبري نه سوای زغملای. همدا ؤ چي اېکو د ځان سره هوډ وکړ چي په يو ډول نه يو ډول به خامخا نارکيسوس ته د خپل زړه حال وايي. يوه ورځ نارکيسوس د ښکار پر وخت په ځنګل کي ورک سو او اېکو د يوې ونې شاته ورته پټه وه. نارکيسوس وغوښتل چي ځان ته معلومه کړي چي ايا يوازي دی که نه او نعره يې کړه: «ايا سته يو څوک دلته؟» اېکو د هغه د نعرې وروستۍ برخه په آزانګه بېرته په نارکيسوس واورېده: «دلته». نارکيسوس چي کله آزانګه واورېده نو يې شاوخوا وکتل خو هيڅ يې ونه ليد او بيا يې ږغ کړ: «راسه دلته!» اېکو يې بيا په آزانګه جواب ورکړ: «دلته». په دې توګه نارکيسوس څو ځله خبري وکړې او هر واري يې د خپلې خبري وروستۍ برخه بېرته واورېده. بالآخره نارکيسوس وويل: «دلته راسه چي يوځای سو.» همدا ؤ چي اېکو له پټ ځای څخه راووتله او د نارکيسوس په غاړه کي يې لاسونه واچول. خو نارکيسوس ځان ورڅخه خلاص کړ او ورڅخه په ځغستا سو او اېکو يې يوازي پرېښوده. نارکيسوس په تلو تلو کي اېکو ته ږغ کړ: «مرګ مي پر خوښ دی، تر دې چي ستا ميني ته ماتېږم.» اېکو روته په جواب کي ور ږغ کړ: «ماتېږم». د دغې پيښي وروسته د اېکو زړه مات سو او هغه له ډېره غمه داسي ناروغه سوه چي پوستکی يې پر هډوکو وچ سو او هغه مړه سوه. د اېکو د مړيني وروسته صرف د هغې ږغ پاته سو چي په لويو او خالي ځايونو کي ازانګه کوي.

د نارکيسوس په مينه بې شمار ګرفتار ول. نو نارکيسوس هر چا ته خپل غرور ښوده او هيڅ چا ته يې د ميني په جواب کي مينه نه ښودله. يو وخت د نارکيسوس په مينه ګرفتار له يو زهير زړه څخه داسي بددعا راووتله: «همداسي نامراده مين سې چي پر زړه دي د جانان د عشق لمبې راتاو وي، خو جانان ته دي رسيدګي ممکنه نه وي.»

همدا ؤ چي يوه ورځ نارکيسوس د ښکار کولو پر وخت تږی سو او د اوبو په تلاښ سو. هغه د ځنګل يوې داسي برخي ته راغلی چيري چي د ولاړو اوبو پر څنډه يوه لويه او پراخه ډبره پرته وه. نارکيسوس دغې ډبرې ته ورغلی چي اوبه راواخلي خو په ولاړو اوبو کي يې يوه داسي جلوه وليدله چي زړه په ټوپو سو. هغه په اوبو کي يو داسي ګل اندام وليد چي طلايي قوت قوت ورېښتان يې د سپين سنګ مرمر په شان تندي راتاؤ ول او د باړخوګانو رنګ يې داسي سپين او ګلابي ؤ لکه د شودو سره چي د سرې مڼې رنګ ګډ سوی وي. نارکيسوس هيڅکله تر مخه داسي هسکه ښکلې غاړه نه وه ليدلې او نه يې هم په ښايسته خوله کي د ملغلرو په شان ښکلو غاښونو داسي قطار ليدلی ؤ. د نارکيسوس پر زړه دغې جلوې د ميني داسي لمبه بله کړې وه چي هغه هيڅ نه سو پوه چي پر خپل ځان مين سوی دی. هغه وليدل چي مخالف لوری هم ده ته له اوبو څخه هم داسي په مينه ګوري، لکه دی چي هغه ته نظر کوي. نارکيسوس چي کله لاندي دغه ښکلا ته لږ نژدې سو، نو په سمدلاسه يې د نژدې والي جواب په نېژدې کيدو وموند. هغه کرار کرار د اوبو پر سطحه خپل انځور ته نژدې کېدی تر څو چي په اوبو کي ولوېد او د ډوبو اوبو په پای کي يې د خپل معشوق سره نه بلکه د مرګ سره وصال وسو.

ژباړه کوونکی: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۵مه نېټه، بون

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page