source of image:https://st.depositphotos.com
source of image:https://st.depositphotos.com

سخت له ځانه شرمېږم چي په يويشتمه پېړۍ دا ډول کرښو ليکلو ته مجبوره کېږم.

 سخت له ځانه شرمېږم چي په يويشتمه پېړۍ کي دا ډول کرښو ليکلو ته مجبوره کېږم. په هغه پېړۍ کي چي په لوېديځ (آلمان) کي موټر بېله موټروان څخه پر سړکونو چليږي او په ختيځ (هندوستان) کي محصلين مصنوعي سپوږمکۍ د مځکي د کورې مدار ته استوي.
خو په همدغه يويشتمه پېړۍ کي شريف او نجيب افغان ملت چي د «پنځه زره کلن تاريخ» لرلو وياړ د ځان بولي، لا تر اوسه نه خپل د کفن ټوکر جوړولای سي او نه هم د کفن ګنډلو له پاره ستن توليدولای سي. د هغه وياړلي ملت خبره کوم چي له ولسمشر څخه نيولې تر خرکار پوري يې اتباع خپل مريضان له هيواد څخه دباندي ځغلوي ځکه چي په کور دننه وړ روغتون او وړ ډاکټر نه لري. د هغه وياړلي مسلمان ملت خبره کوم چي ملايان يې لا تر نن پوري د خپلو زدکړو زياته برخه د «ګلستان» او «بوستان» په شان کتابونو په پياد زده کولو تېروي. د هغه وياړلي ملت خبره کوم چي په يويشتمه پېړۍ کي لا هم پر «شي» او «سي» ژور او ګټور بحثونه سره کوي، حال دا چي د نړۍ نور انسانان د خپلو يخچالونو سره په خپله ژبه خبري کولای سي ځکه چي په تخنيکي توګه يې خپله ژبه دومره پر مخ بېولې ده. د هغه وياړلي او فرهنګ دوست ملت خبره کوم چي نن يې هم له هرو لسو دوکتوراؤ څخه د نهو دوکتوراؤ موضوع بايد خامخا رحمان بابا او يا خوشال بابا وي. د هغه وياړلي او غيرتي ملت خبره کوم چي د خور او لور له پاره په يويشتمه پېړۍ کي لا هم قيمت (ولور) وصولوي او يا يې دښمن ته په بدي کي خرابات کوي. د پګړۍ او شملو د څښتنانو له هغه ملت څخه خبره کوم چي پګړۍ يې په هغه پنجاب کي توليديږي چي دوی ورته د «دالخور» خطاب کوي. د لعلونو د هغه خزانې لرونکي ملت خبره کوم چي تر هرې شګي لاندي يې سل بې سواده شاعران موندل کيدلای سي خو ساينسپوه په دوربين کي پکښي نه موندل کيږي. د نړۍ د هغه قهرمان ملت خبره کوم چي نه يې په دنياوي برخه او نه يې په ديني او اسلامي برخه کي د نړۍ په سويه کوم عالم او د پوهي قهرمان او نوښتګر زېږولی يا روزلی دی... ستا د ښايست ګلونه ډېر دي ځولۍ مي تنګه زه به کوم کوم ټولوَمه...
په يويشتمه پېړۍ کي لولم چي د عالي تحصيلاتو څښتن يو کس د «لوی کندهار» د خوړل سوو حقونو د کفارې له پاره پر يوې ځانګړې حکومتي چوکۍ د خپل يو قاتل ملګري د کښېنولو لپاره وړانديز او کامپاين کوي. په اروپا کي زېږدلی يو بل وياړلی تحصيليافته ځوان يې ورغبرګوي چي «کندهاريانو مرداره کړې» او د راتلونکو سلو کالونو له پاره پر واک د «مشرقيوالو» حق دی. دا يې تحصيل لرونکی او دا يې نوی نسل... دا يې په هيواد کي دننه لوی سوی او دا يې له هيواد څخه بيرون لوی سوی نسل... دا ډول خبري مي په کراتو او مراتو له لوی او کوچني اورېدلي او هم مي له خورا معتبرو کسانو څخه دغه خوسا د تعصب بوی تر پوزي راغلی دی.
په هغه يويشتمه پېړۍ کي چي پکښي په لسهاؤ بېلي ژبي لرونکي او په لسهاؤ بيل اديان لرونکي يو پولي واحد لري او د راتلونکي پېړۍ او حتی زريزې له پاره مشترک پلانونه جوړوي، د شريف او نجيب ملت قهرمانان پر خپلو مېندو او خوېندو جنسي تېري کوونکو ته ځکه د ملاتړ لاس ورکوي، خپل مشران يې بولي، ځکه چي د دوی په ژبه، قوم، قبيله، ولايت يا کلي پوري تړاو لري.
زښت د بيري او ترهي خبره ده چي لا تر اوسه د «کندهاريتوب»، «مشرقيتوب»، «شماليتوب»، «درانيتوب»، «خلجيتوب» او نورو «توبونو» ناروغي او وراسته بويان موږ ته عادي او روغ معلوميږي.
په ډېره عفوه او بخښنه، خو که همدغه حال وي او د ښه او بد معيار د يوې ځانګړې ژبي، قوم، قبيله، مذهب، ولايت يا کلي سره تړاو وي، نو راتلونکي پنځه زره کاله به هم دغه سيمه د ګاونډيانو او نړيوالو د بې ادبي معاف لوبي توپ پاته وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۶مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page