حيا او وفا ښه شی ده، نارينه او ښځي ته!

په اکثرو ټولنو کي په ورځني ژوند کي د نارينه او ښځو وظايف بېل تعريف سوي او تعين سوي وي. دا چي دغه وظايف، حقونه او مکلفيتونه تر کومې اندازې پر مساواتو ولاړ وي، ښايي څرنګوالی يې په بيلو ټولنو کي بېل وي.
خو يو رول چي په نژدې ټولو ټولنو کي مېرمني ته سپارل سوی، هغه د حيا او وفادارۍ رول دی چي په زيات شمېر ټولنو کي «د ښځو اصلي زيور» هم بلل کيږي.  خو پوښتنه دا ده چي ايا له نارينه ؤ څخه هم په هغه اندازه د «باحيا» او «وفادار» پاته کېدو توقع کيږي لکه له مېرمنو څخه چي کيږي؟
زيات وختونه تر سترګو کيږي چي په اکثرو ټولنو کي د ښځو په پرتله نارينه د پرديو ښځو په وړاندي/باره کي په خوله، سترګو يا غوږونو داسي خبره، کتل يا اورېدل کوي چي که يې خپله مېرمنه د پرديو نارينه ؤ په هکله وکړي نو ښايي نارینه ته خپل ځان «بې غيرته» ښکاره سي. ولي چي د اکثرو ټولنو نارينه وايي چي «ښځه مي غيرت ده».
که پردي نارينه ته کتل، يا يې په هکله نازيبا خبره کول د يوې ښځي له پاره عيب بلل کيږي نو ايا دغه کار د نارينه ؤ له پاره عيب نه دی؟ په سُنتي ټولنو کي هميشه او په عصري ټولنو کي هم اکثره وختونه د نارينه ؤ پر دغه «عيب» سترګي پټيږي. له نارينه ؤ څخه د حيا او وفا په ترڅ کي هغسي توقعات اخلاقي مکلفيتونه نه وي موجود لکه د مېرمنو په وړاندي چي موجود وي.
که يوه مېرمنه په پردي نارينه پسي وګوري او په دې توګه د خپل سړي احساسات او «غيرت» مجروح کړي، نو ايا د خپلي ښځي په موجودګي يا غير موجودګي کي په پردۍ ښځي/ښځو پسي کتل يا ورته نور اعمال تر سره کول ايا د نارينه له خوا د خپلي ښځي و غيرت ته زيان اړول نه دي؟ که يوه مېرمنه د خپل ژوند د شريک غيرت وي، نو ايا نارينه هم د خپلي ښځي غيرت نه وي؟
که حيا او وفا ښه شي وي، نو ايا دغه خاصيتونه د ښځو تر څنګ د نارينه ؤ له پاره هم بايد يوه ګېڼه نه وي؟
د نارينه او ښځې تر منځ مساوات ښايي په بيلو اديانو او ټولنو کي بېل تعريفونه، معيارونه او پولي ولري. خو حيا او وفا هغه ارزښتونه دي چي بايد په ټولو ټولنو او اديانو کي د نارينه ؤ او ښځو له پاره پر مساوي معيارونو ولاړ وي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۴مه نېټه، بون
 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page