د قدرمن فاضل او محترم استاد بهټي صاحب سره دي خدای ښه وکړي

 اسلاميه هائي سکول د بلوچستان ايالت په پلازمېنه کوټه کي د خپل وخت يو له بهترينو ښوونځيو څخه ؤ. د دغه ښوونځي څخه فارغه سوي زيات شمېر شاګردان و لوړو مسلکي او دولتي او حکومتي دندو ته رسېدلي دي. د دغه ښوونځي د سرمعلمۍ يا «هېډماسټرۍ» دنده تر زيات وخته د تعليمي چارو د محترم او عاليقدر کارپوه محمد يوسف بهټي صاحب په غاړه وه. فاضل استاد بهټي صاحب چي له اتيايمي لسيزي بيا تر نويمي لسيزي پوري د يادې تعليمي ادارې سرمعلم ؤ، په دغه ښوونځي کي يې د تدريس کېفيت ډېر لوړ وساتلای سوای. د هغه په دوره کي د دغې ښوونځي زيات شمېر شاګردان په ټول بلوچستان کي د امتحانونو پر وخت عمومي اول نمره ګان سول او يا هم په نورو تعليمي او مسلکي ډګرونو کي يې جايزې په لاس راوړې.

دغه لايق، بانظمه او شفيق استاد چي په زرهاؤ شاګردان يې روزلي ول، د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر مياشته کي يې د پنجاب ايالت په پلازمېنه لاهور کي خپل ځان حق ته وسپاره. روح دي يې ښاد وي. الله دي يې قبر ورته د جنت له باغچو څخه يو وګرځوي او الله دي يې په آخرت په سرخ رويو او بريالي انسانانو کي راپورته کړي، په شمول د نورو ټولو په حق رسيدلو زموږ استادانو سره. آمين

انا لله وانا اليه راجعون

د بهټي صاحب له روزل سوو شاګردانو څخه يو شاګرد
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۳مه نېټه

*************************************************
اسلامیہ ہائی اسکول کے سابق ہیڈ ماسٹر محمد یوسف بھٹی انتقال کرگئے

13 اکتوبر ، 2019

کوئٹہ(پ ر)اسلامیہ ہائی اسکول کے سابق ہیڈ ماسٹر ماہر تعلیم محمد یوسف بھٹی لاہور میں انتقال کرگئے۔ انہوں نے تعلیمی میدان میں کارہائے نمایاں سرانجام دیئے بالخصوص انجمن اسلامیہ بلوچستان کے زیرانتظام چلنے والے اداروں میں ان کی خدمات کو ہمیشہ یاد رکھا جائے گا۔ مرحوم طویل عرصے تک اسلامیہ ہائی اسکول کے ہیڈ ماسٹر رہے، ان کے شاگردوں کی تعداد ہزاروں میں ہے۔درایں اثناء فیاض حسن سجاد ویلفیئر ٹرسٹ کے چیئرمین محمد سلمان فیاض کوارڈینیٹر سید سلیم رضا ایڈووکیٹ اور سیکرٹری اطلاعات عبدالوحید یوسفزئی نے تعزیت کا اظہار کیا ہے۔

منبع:
https://jang.com.pk/news/689158-quetta

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page