واشنګټن پلار، ماسکو د مور مېړه، اسلام آباد پلندر...

واشنګټن پلار، ماسکو د مور مېړه، اسلام آباد پلندر، ټاميان زامن، خياطان لوڼي، طالبان تربوران، لنډغر غيرمشروع ياران، موژايدين زومان، اخوانيان بني، خلق او پرچم کرايه داران، افغان ملتيان وينه زپېښونکي، مدني پتلونان لوېشونکي، وياړلی ولس وچموری شيرخوار او مفتکرين دلالان نړيوالو ته خبر ورکوي چي په افغانستان کي دموکراسۍ د نژدې دوو لسيزو دوامداره ورباندي تېريو وروسته ساه ورکړه.
د دموکراسۍ نيمه جنازه به په ارګ او نيمه په سپيداره ماڼۍ کي د اور لمبو ته وسپارله سي.
د ښځو له خوا فاتحه به له سبا په ارګ کي او د نارينه ؤ له خوا فاتحه په سپيداره ماڼۍ کي د راتلونکو سلو کالو له پاره اخيستل کيږي. دوستان دي خبر وي.

 
 احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د می ۹مه نېټه، بون

 

پر ورته موضوع زما نور مطالب پر لاندنيو لينکونو موندلای سئ:
ـ نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل https://bit.ly/35Kcpzy
- يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل https://bit.ly/3ciy70a
ـ اويا زره ملکي http://bit.ly/2spwMQP

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page