پروت کتاب ؤ په مسجد کي له وختونو
څرمن جلد يې ؤ پټ سوی په ګردونو

 پروت کتاب ؤ په مسجد کي له وختونو
څرمن جلد يې ؤ پټ سوی په ګردونو
يوه ورځ چي ملا بوخت ؤ مسجد پاک کړي
له تاخچو له دروازو چي ليري خاک کړي
دې کتاب ته يې سو فکر په لوستو سو
په لوستو کي پسي دی په څملاستو سو
ليکل سوې په کتاب کي دا جمله وه
د لومړۍ پاڼي په سر کي برمله وه
«تر قبضې چي د چا ږيره لا اوږده وي
ډېر بېعقل وي که علم يې هم زده وي»
په تلوار سره يې بنده دروازه کړه
ملا ژر په موټ کي ږيره اندازه کړه
ګڼه ږيره يې ببره وه غښتلې
تر قبضې ډېره اوږده وه راوتلې
سمدلاسه ملا خپل ځان ته ګويان سو
ايا زه هم يم بېعقل په بيان سو
داسي نه چي مقتديانو وي لوستلی
دا مضمون او دا کتاب يې وي کتلی
د نادان چي پر ما ونه کړي ګومان دوی
راته امر نه کړي هسي ماشومان دوی
داسي نه چي رخشند جوړ د دې قريې سم
بې روزګاره قرباني د دې قضيې سم
ژر رهي سو ملا ولاړی و خپل کور ته
ايسټوپ راوړه چي يې سم کړم ويل مور ته
ځان ته جوړه چي بهانه کړي دا يې پلان ؤ
لنډه ږيره کړي په اور دا يې ميلان ؤ
خو په اور يې ټول مخ وسوځېد لمبه سو
تک تور سکور سو پړسېدلی لو لپه سو
په سوځلي مخ روان ملا رهي سو
مستقيم د مسجد لوري ته سهي سو
هلته پرانستی ملا څرمي کتاب بيا
د قبضې بيان يې راوست سو بېتاب بيا
پر دې پاڼه حاشيه يې نوشته کړه
دا خبره يې ښکاره او برجسته کړه:
«تجربې ته اړتيا نسته حقيقت دی
اوږده ږيره درلودل لوی حماقت دی»
دا چي ږيره څه تعلق لري په عقل
سوال به کله کړي له ځانه يو کمعقل
بل سنت چي د نبي عليه سلام دی
دا معلوم خو يو اصل د پاک اسلام دی
نو دا زده مو کړه له دغه يو داستانه
له کيسې دغې کوچنۍ، واړه چيستانه
ګټه نه لري کتاب صرف لوی تاوان وي
هم ليکونکی هم لوستونکی چي نادان وي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د می ۹مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page