source of image: https://as1.ftcdn.net/jpg/02/85/63/66/500_F_285636649_T8hwtqbG6zJxZ1NBQof5dVT6IvN4WYcp.jpg

 د لاسليک پر وخت د تريالي پر باړخوګانو په بې اختياره توګه اوښکې رارواني سوې.

 د لاسليک پر وخت د تريالي پر باړخوګانو په بې اختياره توګه اوښکې رارواني سوې. د کور خرڅوونکې زړه ښځه ميسيز سميت او په همدې شان وکيل مسټر ډېويډ هم ورسره ډېر ناراحته سول. وکيل پوښتنه وکړه: «قدرمنه، ايا هر څه سم دي؟ ايا د کور رانيولو د تړون د لاسليک کولو ننۍ وعده بلي ورځي ته وځنډوو؟» تريالي ورته په عذر وويل: «نه هر څه سم دي. غواړم کور همدا نن رانيسم. خو که اجازه وي، زه به پنځه دقيقې دباندي ولاړ سم.» هغه د وکيل له کوټې راووت او سمدلاسه د دغه دفتر تشناب ته ننوت او په ځان پسي يې دروازه وتړله. کله چي یې د تشناب په هنداره کي په خپله توره ږيره کي سپين ورېښتان، او د سترګو په کونجونو او تندي باندي يې ګونجي ولېدلې، نو داسي احساس يې وکړ لکه پردی څوک چي يې مخي ته ولاړ وي. يو ځل يې بيا د زړه بخار و سترګو ته راپورته سو. پر باړخوګانو يې وروستي ځل داسي اوښکي هغه وخت بهېدلي وې، کله چي يې دېرش کاله مخکي د هجرت پر وخت د خپل کور سره مخه ښه کوله. نن يې په ديار غير کي ځان ته لومړی خپل کور اخيست خو ځان يې د هغه مړي په شان احساساوه چي متيقين سوی وي چي نور به تر قيامت پوري په دغه تور لحد کي پاته وي. په غوږ کي يې د خپل زړه آزانګه اورېدله: ډب زړګيه ډب...

احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۱۷مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page