source of image: https://www.lingarts.com/wp-content/uploads/2016/01/Foto-richtig-zitieren.jpg

رغنده تنقيد د اصلاح سم استقامت دی.

 په علمي توګه د يو بې وزله ولس په حيث زموږ غير مسلکي کسان هم زيات وختونه ځان مسؤل احساسوي چي له خپل مسلک څخه دباندي بعضي موضوعات او حقايق د قلم په مرسته کاغذ ته وسپاري. د مثال په توګه ساختماني انجينير مو قاموسونه، د ادبياتو فارغ التحصيل مو تاريخ او د طب ډاکټر مو د اقتصاد سره تړلي مقالې ليکي. زما په فکر چي د مسلک څخه دباندي د ژبي له پاره کار زموږ يوه مجبوري او د وخت اړتيا ده او په دې ډګر کي د هر کس هڅه د ستاينې او کورودانۍ وړ ده. تر دې چي يوه موضوع، يو امکان يا يو حقيقت د هميشه له پاره تر خاوري لاندي سي، نو ليکل يې ښايي زموږ له پاره بيا هم ګټور وي. حتی که دغه پر اصولو برابر هم نه واوسي.

خو زما تر غيرعلمي او بې تجربې سترګو چي کوم کم د سيمي د ليکوالانو «علمي» مواد تېر سوي دي، په هغو کي هم د بعضو استثناوو علاوه زيات يې د منابعو او مأخذونو د نه يادولو ستر عيب/تشه لري. یعني دغه تشه او عيب نه يوازي د غير مسلکي ليکونکو په موادو کي تر سترګو کيږي بلکه د بعضو هغو کسانو په متونو کي هم سته چي په اصل کي بايد دغې موضوع ته متوجه وای. د مثال په توګه «د پښتو اشعارو هندسي جوړښت» پر موضوع که شته کتابونه وګورو نو ښايي اکثره يې تر اتيا يا نيوي فيصدو پوري يو شانته يا بالکل واحد معلومات او موضوعات ولري، خو دا نه ورڅخه معلوميږي/ثابتيږي چي کوم ليکول له کوم کتاب څخه اخذ کړی دی.

که زموږ محقيقين که استادان دي، که زموږ محصلين دي او که له خپل مسلک څخه دباندي موضوعاتو باندي د علمي مقالو ليکونکي زموږ ليکوالان دي، ټول بايد د منبع او ماخذ يادولو اصول زده او مراعت کړي. يو حل دا هم کيدلای سي چي موږ تاسو د رغنده تنقيد کولو او په رغنده تنقيد د غوږ نيولو تمرين وکړو. هغه داسي چي يو بل ته په عامه محضر کي نه بلکه په غوږ/خلوت/پرائيوېټ مسيج کي رغنده مشورې ورکړو. دا ځکه چي رغنده تنقيد د اصلاح سم استقامت دی.

دا چي موږ په خپلو ليکنو کي څنګه صحيح منبع يادولای سو، پر دغه لينک يې  زما په يوه بله ليکنه کي په هکله لنډ اصول لوستلای سئ.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د دسمبر لومړۍ نېټه، بون



source of image: https://www.lingarts.com/wp-content/uploads/2016/01/Foto-richtig-zitieren.jpg

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page