الله دي د هغه په شان نور بچي هم پر دغه ولس ولوروي.

 له نن څخه پوره ۱۱۴ کاله تر مخه (د ۱۹۰۷ کال د جولای په ۷مه نېټه) د سويلي پښتونخوا د ګلستان په عنايت الله کاريز سيمه کي يو ماشوم دې نړۍ ته سترګي پرانيستلې. دغه ماشوم چي د سلطان محمد خان لمسی، د عنايت الله خان کړوسی او د بوستان خان کوسی ؤ، ورباندي خپل پلار نور محمد خان د عبدالصمد نوم کښېښود.

دغه ماشوم وروسته د افغان ولس په هغه يو مشعل او لارښود بدل سو چي هم يې د پښتو ژبي او ادب ته داسي هلي ځلي وکړې چي ساری يې نه ؤ ليدل سوی او هم يې د سياست په ډګر کي داسي يو مشعل بل کړ چي رڼا يې تر نن پوري و ولس ته لارښوونه کوي.

خان عبدالصمد خان اڅکزي نه يوازي د پښتو اخبار را وايست او پښتو ژبي ته يې زيات خدمتونه وکړل بلکه د يو افغان ولس د بيل سوي وجود د بېرته ګنډلو په لاره کي يې خپله ځواني او پېري په بندونو، کړاونو او مبارزو کي تېره کړه. په همدغه سپېڅلې لاره کي هغه له خان عبدالصمد خان څخه خان شهيد او د پښتون بابا سو.

د هغه هلي ځلي او ژوند نه يوازي د افغان ولس بلکه د نړۍ د ټولو کړېدلو او مظلومو ولسونو له پاره يوه بهترينه بېلګه او د خپلواکۍ پر لور اصلي مرام او تګلاره ده. روح دي يې ښاده وي او الله دي د هغه په شان نور بچي هم پر دغه ولس ولوروي. آمين ثم آمين

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۷مه نېټه، رېماګن

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page