source of image: https://www.csmonitor.com/The-Culture/In-a-Word/2021/0204/When-politicians-resort-to-whataboutism
source of image: https://www.csmonitor.com/The-Culture/In-a-Word/2021/0204/When-politicians-resort-to-whataboutism

بحثونه ډېر ستړي کوونکي او اکثره وختونه بې فايدې او د وخت ضايع کول وي. 

د دغه مطلب لنډ لينک: https://t1p.de/8fx3 
«وټ اباؤټيزم» يو مرکب لغت دی چي د انګرېزي له «What» يعني «څه؟/څه شی؟» او «about» يعني «په باره کي» څخه جوړ سوی او په آخره کي د «ism» وروستاړی ورسره دی چي د نظام لرونکو پديدو سره لګول کيږي لکه کمونيزم، اسلاميزم او داسي نور. ياد لغت يعني «وټ اباؤټيزم» په بحث کي له اجندا او اصلي موضوع څخه د خلکو د پام اړولو په مقصد د لباسي پوښتنو راپورته کولو پدېدې ته کارول کيږي. يعني که يو څوک ووايي «د شفافيت د نړيوال سازمان په وینا د ښاغلي کرزي صاحب د دورې پر وخت افغانستان د دنيا تر ټولو اختلاسګر هيواد ؤ» نو د وټ اباؤټيزم کوم پېروی به درته وليکي: «په قضيه کي د پاکستان رول ولې له پامه غورځوې؟» يا «د اشرف غني په دوره کي بيا کوم څيزونه بهتره دي؟» او داسي نوري ورته پوښتنې...

زما د تجربې له مخي په فيسبوک او خواله رسنيو کي اکثره وخت په زياته زموږ د سيمي له خلکو سره بحثونه ډېر ستړي کوونکي او اکثره وختونه بې فايدې او د وخت ضايع کول وي. دا ځکه چي اکثره کسان چي په بحثونو کي ونډه اخلي له تبصرو او نظرونو څخه يې داسي اټکل کيدلای سي چي هغوی د خپل نظر څرګندولو مخکي په اجندا يا موضوع له سره ځان پوه کړی نه وي. بله ستونزه دا ده چي اکثره وخت حتی د رغنده او سالم بحث بېړۍ په وټ اباؤټيزم ور غرقي کړي.

څه کول پکار دي؟

که حوصله او وخت لږ وي نو د وټ اباؤټيزم پلوي کسانو تبصرې او سوالونه مه جوابوئ او له پامه يې غورځوئ. که مو وخت درلود لنډ ورته وليکئ چي بحث پر فلانکۍ موضوع روان دی.

پر فيسبوک له بحثونو څخه معلوميږي چي له بده مرغه په کور، مکتب، مدرسه او پوهنتونونو کي که بعضو خلکو نور هر څه که زدکړي وي که نه، خو له بده مرغه د سالم بحث او استدلال کولو چل يې نه وي زدکړی. موږ تاسو پر خواله رسنيو له خپلې سيمي ډېر کم خلک وينو چي مخالف نظر لرونکی کس وزغملای سي. که يو څوک په سياسي يا بله موضوع کي مخالف يا بل ډول نظر ولري، نو که هغه هر څومره سالم انسان هم وي، خو سمدلاسه ورته د دښمن په سترګه کتل کيږي. وينو چي اکثره وخت د بعضو خلکو نظرونه د هغه باوجوده چي پخپله ورته اړين استدلال او بنيادي معلومات نه لري، خو بيا هم د دين او مذهب په شان باندي ټينګ وي او هغه څوک چي بل نظر لري، په مستقيمه توګه ورته د «کافر» او سرغړونکي په سترګه کتل کيږي. بيا يې نو بحث د دغه کس د بېرته پر سمه لاره د را اړولو له پاره وي.

د فيسبوک يو ملګري ښاغلي ابو خليل خليل صاحب راته په يوه تبصره کي ليکلي چي زموږ «بحثونه پر عمومي موضوعاتو پېليږي او پر شخصي عقدو پای ته رسيږي.»

غواړم په لنډه توګه د بحث پر وخت يوې بلي منفي پديدې ته اشاره وکړم چي زموږ بحثونو ته زيان رسوي. دا په بحث کي د «انسايکلوپېډيزم» پديده ده. له دې څخه مقصد دا دی چي بعضي کسان په بحث کي پر مطرح موضوع د استدلال پر ځای په ياد کړل سوي معلومات يا حافظې ته سپارل سوي غېر مربوط معلومات وړاندي کوي او يا يې د بحث له کوونکو څخه پوښتي. د مثال په توګه که څوک ووايي: «پر طالبانو تور دی چي ورته تسليم سوي افغان کوموندويان يې وژلي دي. که رشتيا داسي وي، نو دا يو جنګي او بشر ضد جنايت دی.» هغه انسايکلوپېډيزم والا به درڅخه پوښتنه وکړي:«خبر هم يې چي د افغانستان په ملي اردو کي څو ټولۍ کومونديان سته؟» يا «طالبانو په کومه نېټه په لومړي ځل کندهار ونيولی؟» يا «د ملا صاحب فلانکي څو زامن دي؟» يا «د ښکلا په پنځه اويايمه ګڼه کي پر څلورمه پاڼه کوم عکس خپور سوی ؟»... دا پديده هم د دې پر ځای چي بحث رغنده او مثمر کړي، په يو شان بې معنی امتحان او د ځان ښودنې په شو بدل سي.

د هغې ورځي په هيله چي موږ يو د بل سره رغنده او سالم بحث وکړو او په مرسته يې نه يوازي يو د بل په نظر ځان خبر کړو بلکه يو له بل څخه زدکړه وکړو. د هغې ورځي په هيله چي موږ يو د بل نظر ته احترام وکړو او د بېل نظر لرلو په ګناه يو بل دښمن او ميرڅمن ونه بولو. د هغې ورځي په هيله چي موږ د «يو بل د مسلمان کولو» پر ځای يو د بل له نظر څخه ځان خبر کړو او ورته احترام ولرو. د هغي ورځي په هيله چي زموږ بحثونه رغنده او په مشترکه توګه د سوالونو له پاره د جوابونو موندلو به مقصد وي، نه يو تر بل د ځان هوښيار او بامعلوماته ښودلو. د هغې ورځي په هيله چي د وټ اباؤټيزم پديده زموږ له بحثونو ورکه سي.

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page