مجاهدينو د ولسوالۍ د نيولو لپاره د زيات وخت راهيسي تياری نيولی ؤ.

په کوټه ښار کي مي په ۱۹۸۰ مو کالونو (د شورويانو په وختونو) کي د افغانستان د روزګان ولايت له يو «مجاهد» بازو (مستعار نوم) څخه د هغه د يوې «غزا» لاندينۍ کيسه داسي اورېدلې ده:
« مجاهدينو د ولسوالۍ د نيولو لپاره د زيات وخت راهيسي تياری نيولی ؤ. ماته يې هم وويل چي د حملي په شپه ورسره ملګری سم. ما اورېدلي ول چي د ولسوال يوه ډېره ښايسته لور ده. د ځان سره مي وويل چي که نور نه وي د دغي انجلۍ په خاطر بايد خامخا ورسره په حمله کي برخه واخلم. همدا ؤ چي موږ د شپې په تاريکۍ کي پر ولسوالۍ حمله شروع کړه.
ما او څو نورو غازيانو د ولسوال د کور څنګ ته د سربازانو د پوستې د نيولو وظيفه په غاړه اخيستې وه. کله چي حمله شروع سوه نو سربازانو سخت مقاومت وکړی. د ولسوال د کور څخه هم راباندي فايرونه شروع سول. موږ پوسته پسله څو ساعته جنګ څخه هغه وخت ونيوله کله چي مو يو راکټ او څو دستي بمونه باندي استعمال کړل. يو څو ګرنيټه مو د ولسوال کور ته هم ور ارتاو کړه او د هغه ځای څخه راباندي ډزي بندي سوې. نور ملګري و پوستې ته ورننوتل او زه د ولسوال کور ته ور واوښتم.
د کور د دېوال شاته د ولسوال او د يو بل ځوان مړي پراته ول. زه ژر د کور دننه ورغلم چي د ولسوال هغه لور پيدا کړم چي ما يې د ښايست په هکله ډېر نکلونه اورېدلي ول. خو کله چي د کور دننه ورغلم نو دغه انجلۍ مي په سخت ژوبل حالت کي پيدا کړه. که څه چي د هغې پر مخ پنډه سطحه دوړي پرتې وې خو بيا هم داسي ښايسته وه چي د انسان څخه يې زړه وړی. له بده مرغه چي پر هغې باندي د کوټې ديوال رانړېدلی ؤ. د دغه ديوال لاندي د يوې بلي پاخه عمر ښځي مړی پروت ؤ. فکر کوم چي مور به يې وه. انجلۍ لا ژوندۍ وه خو رسته پښه يې په بيخ کي پرې سوې وه. داسي ويني ورڅخه رواني وې لکه ايرانۍ فوارې. نور نو زه هم پوه سوم چي دا انجلۍ د ژوندۍ پاته کېدو نده. که پاته سوې هم وای نو زما د ښو نه وه. همدا ؤ چي د زړسوي له کبله مي ورباندي يو ټک وکړی او د هغې زګېروی بند سو.
د کور څخه د راوتلو په حالت کي وم او طبيعت مي هم خورا ګاټه (خراب) ؤ که ګورم يو عسکر د ديوال څنګ ته د ګوتو پر سر ناست دی. هغه کلاشنکوف د پښو په مينځ کي پر کونداغ درولی او د هغه چوښکه يې په دواړو لاسو نيولې ده او سر يې ورباندي ايښی دی. په لړزېدلي آواز سره همدغه يوه خبره تکراروي «من مسلمان هستم، از راه خدا من مسلمان هستم». ما د توپک چُښکه ورته برابره کړه او ورته ومي ويل: ووايه، کلمه ووايه. هغه هم کلمه شروع کړه. ما فکر وکړی چي سړيه که يې کلمه تر پايه ورسوله نو بيا يې نسي وژلای. د دې څخه تر مخه چي هغه کلمه پوره کړي پر دا سر مي وويشتی.»
ماته اوس دا سوال دريږي چي که بازو يا د بازو په شان مسلمانان اوس هم وي، نو اوس به په هغو بې وسله نارينه ؤ، ښځو، ځوانانو، سپينږرو او ماشومانو څه کوي چي د دوی له خوا د ويشتل کېدو تر مخه يې لا کلمه پوره/بشپړه کړې ده او د الله اکبر نعرې يې تر آسمان پوري رسيږي؟! ايا د دوی په کتاب اوس هم د ويشتلو/وژلو دي؟


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۴مه نېټه

تعقيب: د بازو په شان يو شمير قاتلين وروسته د کابل په اداره کي هم ورشامل سول. کاشکي د پروند او د نن بازو د ولسي خلکو تر منځ او په کليو او ښارونو کي د جګړې پر ځای يو په يو کومې دښتي ته سره ولاړ سي او هلته خپل زور سره معلوم کړی او يا سوله سره وکړي.


يادونه: دغه نکل ما زما د «ولسمشر بايد څنګه وي؟» په نوم ليکنو په لړۍ کي هم راوستلی ؤ.

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page