source of image: https://y31uv4ra1.vo.llnwd.net/content/wp/tweaklibrary_com/uploads/2020/04/spy-apps-iphone.jpg
source of image: https://y31uv4ra1.vo.llnwd.net/content/wp/tweaklibrary_com/uploads/2020/04/spy-apps-iphone.jpg

د هيڅ چا معلومات خوندي نه دي

د نړۍ د بيلو هيوادونو سره تړاو لرونکو د تحقيقي ژورناليزم او بشري حقونو ډلو د ۵۰ زرو څخه د زياتو کسانو د تليفونونو د شميرو او نورو معلوماتو ځېرمه (ډاټا بېس) ارزولی دی. په دغه ارزونه کي په آلمان کي د جاسوسي سافټ وېرونو له متخصص شرکت څخه هم مرسته اخيستل سوېده. په پلټونکو ډلو کي د بشري حقونو نړيوال سازمان امنسټي انټرنېشنل او د (Forbidden Stories) په نوم د تحقيقاتي ژورنالستانو نړيوال سازمان شامل دی.

پلټونکي ژورنالستان چي پکښي د آلمان د مشهورو رسنيو لکه ان دي آر، زيود دويچه څايتونګ، وي دي آر او څايټ ورځپاڼې کاري ډلې هم شاملي دي، دې نتيجې ته رسېدلي، چي له يادو ۵۰ زرو څخه زياتو کسانو (آی فون او اندرويد) تليفونونه په ممکنه توګه څارل سوي، ورڅخه معلومات کاپي سوي او تماسونه يې ثبت سوي دي. په دغو ممکنه څارل سوو کسانو کي ولسمشران، وزيران، تجاران، سياسي کسان، ژونالستان، د بشر د حقونو مدافعين او وکيلان هم شامل دي.

د نورو قربانيانو تر څنګ د جاسوسي سوي کسانو په دايره کي د برېتانوۍ مجلې «فاينېشيل ټايمز» سرمديره، د فرانسوۍ ورځپاڼې «لې موند» ژورنالستانې، د «سي ان ان» ژورنالستانې، د هند د «دې واير» او د فرانس پريس ژورنالستان شامل دي.

د کاناډا په تورنتو کي د پوهنتون د «Citizen Lab» په نوم د کارپوهانو ډلې او په برلين کي د بخښنې د نړيوال سازمان د آی ټي متخصيصينو «Amnesty International Security Lab» ډلې له ياد شمير ممکنه قربانيانو څخه د ۴۰ اشخاصو موبايل تليفونونه اروزلي او ورڅخه په ۳۷ کي يې د پيګاسوس (Pegasus) په نوم د اسرائيلي شرکت (NSO Group) د جاسوسي سافټ وېر يا تروجن پروګرام آثار موندل سوي دي. دا د نړۍ تر ټولو قوي او هر اړخيز د موبايل تليفونونو قلف ماتوونکی سافټ وېر بلل کيږي.

پيګاسوس پروګرام چي پټ تليفونونو ته داخل کړل کيږي او موبايلونه په هېک کيږي، له موبايلونو څخه هر ډول معلومات کاپي کولای او تماسونه لکه تليفوني خبري او حتی قلف کړل سوي يا اېنکريپټډ پيغامونه هم لوستلای سي. دغه پيغامونه که د ايميل شکل ولري او که د تماس نېونې د پروګرامونو لکه وتساپ، سيګنال يا ورته مسينجرانو تماسونه وي، ويل کيږي چي د پيګاسوس له پاره يې څارل آسانه کار دی.

ويل کيږي چي د پيګاسوس پروګرام په مرسته حتی د موبايل مايکروفون او کېمره بېله دې چي د تليفون څښتن په پوه سي «آن» يا لګول کيدلای او په دې توګه ورباندي ويډيويي او ږغيزه څارنه کيدلای سي. د ياد اسرائيلي شرکت په وينا دوی دغه پروګرام صرف پر دولتونو پلوري چي په مرسته يې د جنايي او ترهګريزو پيښو مخه ونيول سي. خو د ژورنالستانو تازه څېړنو ښودلې چي دولتونو د دغه پروګرام په مرسته د خپلو مخالفينو، وکيلانو او د ژوند د بېلو اړخونو سره تړاو لرونکو انسانانو او په نورو هيوادونو کي د بيلو اشخاصو د تليفونونو د څارلو له پاره هم له دغه پروګرام څخه ممکنه ګټه اخيستې ده.

ياد اسرائيلي شرکت په خپله وينا په ۴۰ هيوادونو کي پر ۶۰ ادارو خپل خدمات خرڅوي. د رسنيو د تازه معلوماتو له مخي د مراکش هيواد يو له هغو هيوادونو څخه دی چي په لوړه اندازه يې د غير مجرمو کسانو لکه ژورنالستانو، بشري حقونو د مدافعيو او ورته کسانو د څارلو له پاره له دغه پروګرام څخه کار اخيستی دی.

له دې څخه تر مخه د امريکا د څارګرې ادارو له خوا په نړۍ کي د نورو سياستوالو تر څنګ د آلمان د لومړۍ وزيري د تليفون د څارلو قضيه افشا سوې وه. دې ته ورته نورې پروژې هم رسوا سوي چي له هغه راهيسي کارپوهان په دې آند دي چي هر څوک چي موبايل تليفونونه په زياته انټرنټ لرونکي ځيرک موبايلونه او انټرنټ لرونکي کمپوټرونه کاروي، نو هيڅ ګارنټي نه لري چي د هغوی پر دغو آلاتو ثبت انځورونه، پيغامونو او نور محرم معلومات او د تماس نېونې داتا به خوندي وي او څوک به يې نه څاري. د هيوادونو ولسمشران، وزارتونه او ادارې لا هم حتی د خپلو ټولو امکاناتو باوجوده له دغه ګواښ څخه نه دي خلاص.

چا ته چي خپل محرم معلومات او تماسونه مهم وي، د کارپوهانو په وينا د اليکترونيکي آلاتو د ايجاد څخه تر مخه د پخوا زمانې د معلوماتو د خوندي کولو يا تماس نيولو طريقې ورته غوره دي.

که څوک غواړي چي حد اقل د موبايل د کېمرې د ممکنه مخفي او بېله اجازې لګول کېدو مخه ونيسي، نو دي سلوشن ټېپ يا ورته څيز د کېمرې پر سترګه ولګوي. د تليفوني تماسونو له پاره له پخواني موبايل تليفونونو څخه کار اخيستل ښايي بله لاره وي چي هيڅ انټرنټي آسانتيا نه لري.

موږ تاسو چي پر انټرنټ هر ډول لټون، تماس نيونې او نور کارونه کوو، بايد هميشه مو دا په ذهن کي وي چي هر څه تر يو ځای څخه په زیاتو ځايونو کي ثبتيږي او خوندي کيږي. هر څوک بايد خپل استعمال پخپله کنترول کړي.

پر دغه موضوع زما يو لنډ نکل هم لوستلای سئ چي دلته يې لينک شريک کوم.

له مستقبل څخه يو ليک

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۸مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page