source of image:gettyimage/Gilles BASSIGNAC
source of image:gettyimage/Gilles BASSIGNAC

د کلي تر ټولو ښکلې انجلۍ د سيمي د تر ټول ښه شاعر په نصيب سوه

د لنډو نکلونو د لړۍ «زړه خزانه» اووم نکل

 د شاعر ناوې ـ لنډ نکل

د کلي تر ټولو ښکلې انجلۍ د سيمي د تر ټول ښه شاعر په نصيب سوه او د واده شپه يې وه. شاعر هم د خپلي ميني سره تر وصال دې ته زيات خوشال ؤ چي پر خپل زړه د فراق د داغونو او د وصال د خوښۍ احوال د شعر په ژبه بيان کړي. دی ډاډه ؤ چي داسي ښکلی شعر به نه مخکي چا ويلی او نه به چا اورېدلی وي. خو کله چي شاعر کوټې ته په راننوتلو خپل شعر پېل کړ، نو ناوې په لومړي بيت کي لا په عصباني ږغ ورغبرګه کړه: «دا ستا په ژبه خو زه والله که پوهېږم سړيه، خو دا ستا د مور به زه ښه خوښه سم، ځکه صرف شل جوړې يې راکړي دي.»
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۲۴مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page