په ږيره کي لومړي سپين تارونه

 کله چي ستاسو د ملګري په ږيره کي لومړي سپين تارونه راڅرګند سول، نو ورڅخه چا پوښتنه وکړه چي د ځوانۍ کوم شی دي ډېر ارمان دی؟ ستاسو ملګري ورته وويل: «د ځوانۍ په شباب کي به مي د ډاګ پر سر په اتڼ کي د دنيا جهان ټول غمونه له ځان څخه وڅنډل. خو د پيرۍ د لومړيو نخښو په راڅرګندېدو سره اوس د دنيا جهان ټول غمونه زما په ډاګ سر کي اتڼ کوي.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۵مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page